ایراني رسنۍ وايي چې د ایران په زاهدان ښار کې د یوې وسلهوالې نښتې په ترڅ کې لږترلږه یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور پر بنسټ، دا نښته شنبه د مې پر ۴مه مه د کوثر زاهدان په سړک کې شوې ده.
ایراني خبري اژانسونو د دغې نښتې لامل د څو کسانو تر منځ شخصي شخړه بللې ده.
ورته مهال د «حال وش» ټیلیګرام چینل د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په زاهدان ښار کې د پولیسو او استخباراتي ځواکو له ناپېژاندو وسلهوالو سره نښته شوې او دغې نښتې دوه ساعته دوام کړی دی.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو د سیستان او بلوچستان ایالت دوه سویلي ښارونه د روان کال په اپریل میاشت کې د امنیتي ځواکونو او جیشالعدل غړو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان وو چې له کبله یې تر ۲۰ زیات کسان ووژل شول.
جیشالعدل ډلې وار وار په سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاهپاسداران له ځواکونو او ایراني پولهساتو سره په نښتو کې ښکېل شوي او د هغوی یو شمېر یې یرغمل کړي او یا یې وژلي هم دي.
دا وسلهواله ډله چې د ایران حکومت مخالفه ده، د تهران او د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو حکومتونو له خوا د یو تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.