د طالبانو مشر ته منسوب فرمان: په قراردادونو او تدارکاتو کې د طالب چارواکو ګډون منع دی

۸صبح کابل: د طالبانو ډلې نالیدل شوي مشر هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په قراردادونو او تدارکاتو کې د طالبانو د چارواکو، ګډون منع کړی دی.

د طالبانو د چارو ادارې ټویټر پاڼې د یکشنبې په ورځ (کب ۲۸) د طالبانو مشر ته د منسوب یو حکم په خپرولو سره دا مطلب لیکلې دی.

په دغه فرمان کې راغلي: «د امارات چارواکي او مامورین نشي کولای په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د توکو په تدارک، د خدمتونو وړاندې کولو، د کانونو په استخراج او یا د نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې، د داوطلبانو په توګه برخه واخلي. »

هبت الله په خپل فرمان کې زياته کړې، هغه خصوصي شرکتونه چې چارواکي او يا د طالبانو استازي په کې ونډه لري، هم د فرمان د لومړۍ مادې د حکم تابع دي او دغه فرمان به له تصويب وروسته په رسمي جریده کې خپور شي.

دا پداسې وخت کې ده، چې ملا هبت الله په یوه بل فرمان کې هم په افغانستان کې د چرسو کرل ممنوع اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې اته میاشتې وړاندې فارن پالیسي مجلې راپور ورکړی و، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د افغانستان پر کانونو خپل کنټرول زیاتوي.

دغه مجلې لیکلي چې سراج الدین حقاني له ډیرې مودې راهیسې د کرومایټ ډبرو سترې زیرمې په واک کې لري چې له کابل څخه تر پاکستان پورې غځیږي. نو هغه پوهیږي چې د ځمکې لاندې څه دي.

ورته لیکنې

Back to top button