افغانستان په ملي او نړیواله کچه دمګړۍ مشروع سیاسي نظام نه لري. په کورني بُعد کې خلک تر دې دمه د طالبانو د حکومتولۍ له ډول سره پخلاینه نه ده کړې او په قدرت کې د هغوی د پاتې کېدو لپاره عمومي رضایت نه دی رامنځته شوی. په نړیواله کچه هم هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څلور میاشتې اوړي؛ خو د هېواد ټولې ډیپلماتیکې استازولۍ له بې برخلیک والي سره مخامخ دي. په ځینو نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان غړیتوب له ابهام سره مخ دی او له افغانستان سره د تعامل لپاره نړۍ لا هم اندېښمنه ده. په داسې وضعیت کې د افغانانو د رضایت له ترلاسي پرته په کور یا بهر کې هېڅ ډله د دوی استاوزلي نه شي کولای.
د اسلامي همکاریو سازمان ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې افغانستان له بشري او د مشروعیت له ناورین سره مخ دی. د «سیاسي قدرت له عادلانه حل» پرته، له سقوط څخه تېښته ناشونې ده او افغانستان به له نن څخه تر بد وضعیت سره مخ شي.
دولتونه باید په ټوله نړۍ کې د ولس د هیلو هېنداره وي، د هېوادونو په استازولۍ وغږېدلی شي او خپلې ملي ګټې تعریف کړي. طالبان دا مزیت نه لري او د افغانانو د استازیتوب ادعا هم نه شي کوای. دغه کار پخپله طالبان له یوې ننګونې سره مخ کړي دي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن په اسلام اباد کې وشي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ټول ګډونوال اسلام اباد ته رسېدلي دي. پاکستان د طالبانو د همېشني ملاتړي په توګه د هغوی سرپرست حکومت بللی چې د افغانستان په استازیتوب په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي. د هېواد ډيپلماتیکو استازولیو، ځینو سیاستوالو او له هېواده وتلو رهبرانو د پاکستان پر دغه ګام نیوکه کړې ده او د اسلامي همکاریو له سازمانه يې غوښتي چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې عمل وکړي او د افغانستان د رښتیني او قانوني استازي په توګه دې د پخواني دولت استازي د کار دوام ته رایه ورکړي.
طالبان د تېرې دورې حکومتولۍ پر مهال ډیپلوماتیکو اصولو ته ژمن نه و. د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو ارزښت يې نه درک کاوه، د ټوپک په میل غږېدل او په دې سره د افغانستان په تاریخ کې د نړیوالې ټولنې تر ټولو منزوي هېواد وبلل شو. خو اوس هغوی د رسمیت پېژندنې هڅه کوي. بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیک لیکي. امریکایان «لوی ملت او د افغانستان دوستان» ګڼي او د خپلو جنګي کارنامو پر خلاف، اوس په قدرت کې پاتېدل غواړي. خو د خلکو او هېواد غوښتنو ته نه ګوري، له قانوني لارو د مشروعیت د ترلاسي هڅه نه کوي، خلک د رایې حقدار نه بولي او د قدرت د ترلاسي لپاره نوې لارې نه لټوي.
د اسلامي همکارۍ سازمان او طالبان
د اسلامي همکاریو سازمان یو دولتي نړیوال سازمان دی چې د ملګرو ملتونو تر سازمان وروسته لوی نړیوال سازمان بلل کېږي. د نړیوالو منل شویو اصولو او د نړیوال حقوق چوکاټ له مخې، هغه کسان باید به دې سازمان کې واوسي، چې د یوه مشروع دولت استازي وي، د ملي ګټو او هېوادوالو استازولي وکړای شي او د نړۍ په کچه مشروعیت ولري.
طالبان په دې کنفرانس کې د پاکستان په ملاتړ ګډون کوي. د خپل سرپرست حکومت په استازیتوب خبرې کوي او له اسلامي هېوادونو غواړي چې دوی «د اسلام او افغانستان د رښتیني استازو» په توګه په رسمیت وپېژني. د دغه سازمان متضاد ترکیب د سیمه ییز او د اسلامي نړۍ د سیاست په وړاندې پر یوه دريځ نه شي درېدلی. که داسې وکړي، نړیوال منل شوي اصول يې تر پښو لاندې کړي دي.
طالبان ښايي د ځينو اسلامي هېوادونو ملاتړ د مذهبي او استخباراتي مسایلو له مخې ترلاسه کړي؛ خو دا سازمان په نړیواله کچه طالبانو ته د مشروعیت سند نه شي ورکولی. ځکه دغه سازمان له پيله تر اوسه د پرېکړه لیکونو او اعلامیو د نقض تجربه نه ده درلودلې. د دغه سازمان غړو د کابل تر سقوط مخکې د څو غونډو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو جګړه نامشروع وبلله. هغوی پر بېړني اوربند ټینګار کړی و او د دغه سازمان له غړو يې غوښتي و، چې د دغو پرېکړو له مخې مخکې لاړ شي. خو په عمل کې ولیدل شول، چې هېڅ هېواد ورته پابند نه و او هر یوه خپلو ملي ګټو ته په کتو، یو له بل سره معاملې ته غاړه ورکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان ناورته والی او طالبان
د اسلامي همکاریو سازمان د بېلابېلو لویو وچو له اسلامي هېوادونو جوړ شوی دی. دغه چاره د دې سبب کېږي، چې پيوستون یې کمزوری کړي. بلخوا اقتصادي، ټولنیز او سیاسي درزونه هم دا ناپیوستون زیات کړی دی. اوس دغه وضعیت ته په کتو به طالبان د دغه سازمان لازم ملاتړ ترلاسه نه کړای شي. دمګړۍ د دغه ناورته والي د تشې ډکېدو ته د قوت ټکی نه لیدل کېږي. د دغه سازمان ډېری هېوادونه له طالبانو د نیابتي سرتېرو په شان د همکارۍ تمه لري.
د طالبانو له قوانینو سره د دغه سازمان د غړو قوانینو تضاد
د دغه سازمان د ځينو هېوادونو سیاسي قوانین د سیکولریزم پر اساس ولاړ دي. هغوی د بشر حقونو نړیواله اعلامیه په رسمیت پېژندلې ده. اعدام، د لاس پرې کول، سنګسار او ځینې نور کارونه چې طالبان یې ترسروي، دا هېوادونه یې جرم بولي. طالبان تر دې دمه اساسي قانون نه لري، قانون جوړوونکی بنسټ له بې سرنوشتۍ سره مخ دی. سارايي محکمې شته او مشران يې لا هم د امریکا او روسيې په تروریستي لېسټ کې درج دي. له تورنو او مجرمینو سره د بشري حقونو د ارزښتونو پر خلاف سلوک کوي او د بشري حقونو له ارزښتونو سره یې نسبت لا روښانه نه دی. همداراز طالبان د ښځو حقونه په رسمیت نه پېژني او افغان مېرمنې او نجونې په تېرو څلورو میاشتو کې د زده کړو او کار له حقونو څخه محرومې دي. په داسې حال کې چې اکثریت اسلامي هېوادونو په دې برخه کې چټک ګامونه اخیستي دي. ترکیه يې ښه نمونه ده.
سعودي عربستان د یوه مهم اسلامي هېواد په توګه د تغییر په حال کې دی. په دغه هېواد کې د موسیقۍ کنسرت ترسره کېږي، د بهرنیو هېوادونو اتباعو ته يې د شراب څښلو اجازه ورکړې ده او په شدت مډرنیزم او مدرن ارزښتونو ته په اوښتو دی.
له طالبانو سره د اسلامي همکاریو سازمان د غړو سیاسي او حاکمیتي موانع
د اسلامي همکاریو سازمان ځينې غړي د دغه سازمان په دننه کې د لیدلوریو او ایډیالوژيکو باورونو له تقابل سره مخ دي. دا مخالفتونه په سازمان کې د بېلابېلو سیاستونو ښکارندويي کوي، چې د لیدلورو او طرحو له ماتې سره مخامخېږي. د څلورو لسیزو په تېرېدو، د دغه سازمان ډېر کم تصامیم د اسلامي هېوادونو په ملاتړ پای ته رسېدلي دي.
طالبان په افراطي ایډیالوژۍ د دغه سازمان له ډېرو هېوادونو سره په تضاد کې دي. ځینې هېوادونه طالبان لا هم د نړیوال خطر په توګه پېژني او له رسمیت پېژندنې يې مخ اړوي. دغه سازمان د ځان ثابتولو لپاره طالبان لا اوږده لار په مخکې لري او دا لار یوازې او یوازې له کابله تېرېږي. له خلکو سره تعامل او د خلکو په ارادې د ټولګډونه حکومت جوړول، په دې کار طالبانو لا باور نه دی درلودلی.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ سیالي
د دغه سازمان د غړو ډېریو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې شدید رقابت شته. هر یوه په سیمه او اسلامي نړۍ کې ځانګړي سیاستونه تعقیبوي او خپلو ګټو ته په کتو، ګام اخلي، که دا ګام د دغه سازمان د غړو هېوادونو په زیان هم وي. د اسلامي نړۍ د دغو لوبغاړو سیالي چې هر یو له غیر اسلامي پياوړي هېواد سره تړلی دی، د طالبانو ځای ته د سیمې او چین، روسیې، اروپايي اتحادیې او امریکا وضعیت سره مناسبت کتل کېږي. دا مساله د طالبانو لار سختوي او د عربي هېوادونو سیالي به د طالبانو پر وضعیت پرېکنده اغېز ولري.
د اسلامي همکارۍ سازمان کې د لویو قدرتونو نفوذ او طالبان
بهرني پياوړي هېوادونه د دغه سازمان په ډېریو هېوادونو نفوذ لري. دغه نفوذ د دغو هېوادونو ترمنخ په اختلافونو اوښتی دی. همدا اوس د ایران او عربستان او د قطر او عرب اتحاديې ترمنځ شدید اختلافات شته. ځینې اسلامي هېوادونه لا هم د نړیوال اییتلافونو غړي دي، چې د همدغو اییتلافونو او اقتصادي بلاکونو پر اساس خپله لار ټاکي. له دغه نفوذ سره به طالبان تر ډېره بریالي نه وي او د افغانانو د فقر په یادونې سره به زیات ملاتړ ترلاسه نه کړای شي.
د اسلامي همکاریو سازمان جغرافیايي بېلتون او طالبان
د اسلامي هېوادونو بېلتون له منځني ختیځ څخه پیلېږي. دا جغرافیايي بېلتون او وېشنه اسلامي نړۍ یو له بله لرې کړې او اقتصادي، سیاسي او فرهنګي پيوستون يې راټيټ کړی دی. دا جغرافیايي پراخوالی د دې سبب شوی، چې یاد سازمان د نړیوالو او د اسلامي هېوادنو د مسایلو په هکله واحد لیدلوری ونه لري او ستراتیژيک عمل ونه کړي. ښايي په همدې دلیل ډېری پرېکړه لیکونه یې یوې اعلامیې ته ورته وو. په داسې وضعیت کې طالبان د دې جغرافیايي پراخوالي او بېلتون پر اساس ارزول کېږي. په سیمه کې یوازینی هېواد چې له طالبانو ګټه اخلي او نفوذ پرې د ځان په ګټه بولي او همداراز جغرافیايي پيوستون هم لري، پاکستان دی. دا هېواد له ایران سره ایډيالوژيک تضاد لري او په دې سازمان کې چندان مقام هم نه لري، ځکه چې کوم لګښتونه چې دغه سازمان ته ایران او د پاکستان مخالف هېوادونه پرې کوي، پاکستان يې نه پرې کوي.
د نړۍ له لویو قدرتونو سره د اسلامي همکاریو سازمان د غړو تړل کېدل
د دغه سازمان یوه لویه ستونزه د غړو هېوادونو له خوا د نړۍ له هېوادونو سره وابستګي ده چې د رايې او موضع نیولو پر مهال یې ازادي سبلېږي. دا وابستګي د دې سبب شوې، چې غړي هېوادونه یې د اسلامي نړۍ پر اغېزناکو عواملو تسلط ونه لري. معمولاً اسلامي نړۍ ته د دغو هېوادونو دید، د سیمې او نړۍ د لویو قدرتونو له لیده تېرېږي.
د دین او مذهب مفهوم په هکله بېلابېل تعبیرونه
په دغه سازمان کې د دین او مذهب له مفهوم څخه یو ډول تعبیر نه لیدل کېږي. هر هېواد د خپلې ټولنې واقعیتونو ته په کتو له دین سره چلن کوي. ان ځینې هېوادونه دین او سیاست سره بېل بولي او مذهبي حوزه له حکومتولۍ څخه بېله ګڼي. دغه سازمان له دین څخه د طالبانو له تعیبر سره هم په یوه لار نه ځي. په ډېریو اسلامي هېوادونو کې ښځې د سړیو په شان برابر حقوق لري. ترکیه، مالیزیا او اندونیزیا په سیاست کې د ښځو د ګډون لویې نمونې دي، خو طالبان په دې باور نه دي.
د اسلامي همکاریو د سازمان موخې او طالبان
د اسلامي همکاریو سازمان د سړې جګړې له وضعیت سره متناسب طرح شوی دی. ان دغه سازمان هغه مهال هم کارنده نه و. نړیوالو کارپوهانو دغه سازمان د خپلو موخو د ترلاسي لپاره په بیا بیا ناکام بللی دی. ځینې طالبان مشران هم ځان د مجاهدینو په شان تصور کوي او فکر کوي، لکه څنګه چې دغه سازمان په کابل کې د برهان الدین رباني له حکومت سره خواخوږي وکړه، له دوی سره به مهرباني او خواخوږي ولري. دا دمګړۍ شونې نه ده. نړۍ بدله شوې ده، د لوبې چاپیریال هم بدل شوی دی. او په نړیوالو اړیکو کې د موضوعات پراختیا هم یوه نوې او متحوله فضا جوړه کړې ده. طالبان په همدې سرعت د نړۍ له اوسني سیاست سره ځان عیارولی نه شي.
پایله
د اسلامي همکاریو سازمان د سړې جګړې له وضعیت سره سم د فلسطین د دفاع لپاره جوړ شو. بیا یې سیاسي او اقتصادي مسایلو ته مخ واړاوه چې تر اوسه چندان کارنده نه و. طالبان د څلورو تېرو لسیزو په لیدلوري ننني مسایل حل کړي او له نړۍ سره د جهاد له لارې تعامل وکړي، ځکه چې فضا او د لوبې چاپیریال بدل شوي دي. نړۍ له دوه قطبي حالته وتلې او څو قطبي حالت ته په حرکت ده.
نو د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان په بلنې سره باید دغه سازمان ته ډېر زړه ښه نه کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سپارښتنې او په قدرت کې د سیاسي ډلو عادلانه ګډون نفي نه کړي. همداراز طالبان باید د ښځو حقوق تر پښو لاندې نه کړي. که دا وضعیت وغځېږي، هغوی د خلکو بېوزلي په نړیوال نظام او اسلامي هېوادونو ته له دوی سره د خواخوږۍ لپاره نه شي مخکې کولای. په دې مقاله کې چې کوم بېلتون او پيوستون ته اشاره وشوه، دا ټول له اسلامي ټولنې او نړۍ سره د طالبانو د تعامل اوږدې لارې ته اشاره کوي.