پاکستان په کابل کې پر سفارت د برید لپاره د داعش ادعا په خپلواکه توګه څېړې

۸صبح، کابل: له هغې وروسته چې داعش ډلې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پرغاړه واخیست، د پاکستان د دولت اعلان کړی چې ددې ادعا د سموالي د ارزونې په حال کې دی.

د جیم نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبې د لیندۍ په دیارلسمه ویلي چې په خپلواکه توګه او له طالبانو سره په مشوره دا ادعا څېړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ممتاز بلوچ ویلي: «موږ داسې راپورونه لیدلي چې د داعش خراسان ډلې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په دوهمه د پاکستان سفارت پر انګړ د ترهګر برید مسوولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی. موږ په خپلواکه توګه او له افغان چارواکو سره په مشوره ددغو راپورونو د سمووالي د ارزونې په حال کې یو.»

نوموړي زیاته کړې چې دا برید د هغه ګواښ ښودنه کوي چې ترهګر یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره رامنځته کوي.

د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۱۱مه په کابل کې د پاکستان د سفارت په انګړ کې د دې هېواد پر سفیر عبیدالرحمان نظامي برید وشو؛ خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی او د اسرار محمد په نوم ددې سفارت ساتونکی ټپي شوی دی.

داعش ډلې نن د یوې بیانیې په خپرولو سره د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی دی.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. یو شمېر اروپايي هېوادونو او امریکا دا برید غندلی دی.

ورته لیکنې

Back to top button