۸صبح، کابل: د پاکستاني پولیسو پلټونکو شنبه د کب پر ۵ ویلي، چې د پېښور د قصه خوانۍ بازار د شیعه وګړو په جومات کې د جمعې ورځې د مرګوني برید ترسره کوونکی او پلانوونکې شبکه یې معلومه کړې ده.
په دغه برید کې د افغانانو په ګډون ۶۳ تنه مړه او کابو ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پولیسو ویلي، چې ځانمرګی بریدګر یوه افغان و، چې کورنۍ یې لس کاله مخکې پاکستان ته کډه شوې وه.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دغو چارواکو همداراز ویلي چې بریدګر په افغانستان کې روزل شوی و.
اخوا، د داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. داعش هم ادعا کړې، چې برید د یوه افغان له خوا شوی دی.
بریدګر جلیب کابلی معرفي شوی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې دا مستعار نوم دی او بریدګر او کورنۍ یې معلوم کړي دي.
دغو چارواکو ویلي، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو به دا شبکه افشا کړي او د هغه څه له امله چې د عملیاتو حساسیت بلل شوی، نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
هغو چارواکو چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، ویلي بریدګر افغان و او لس کاله مخکې پاکستان ته تللی و.
د دغو چارواکو په وینا، د بریدګر کورنۍ پولیسو ته د خپل زوی د بې درکه کېدو او له داعش سره د یوځای کېدو خبره کړې وه.
پلټونکو ویلي، چې بریدګر په افغانستان کې روزل شوی و او داسې ښکاري چې تازه پاکستان ته ورغلی و.
د پاکستاني پولیسو یو چارواکي ویلي، چې په پلټنو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د بریدګر د شبکې په اړه څېړنې شوې دي.
ویل شوي چې د جمعې ورځې خونړي برید په پاکستان کې د قانون د اجرا کوونکو سازمانونو لپاره نوې ننګونې رامنځته کوي، چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې مقابله کوي.
په همدې توګه په دې وروستیو کې بلوڅ ازاديپال هم د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونه بریدونه کړي دي.