په کندز ولایت کې پر نورو صنایعو سربېره د سپينو زرو ګاڼې هغه لاسي صنعت دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ښه بازار نه درلود او ښځو لږ کارول. د بازار دغه سوړوالی د دې لامل شوې وو چې زرګران هم د خپل ژوند لګښتونه په سختۍ سره پوره کړي. خو اوس په دغه ولایت کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په وروستیو اوونیو کې دغه کسب وده کړې او ډېرو ښځو د خپل کم عاید او د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله د سپینو زرو کارولو ته مخه کړې ده. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو له اقتصادي ستونزو سره سره، زرګرانو د پيرېدونکو له غوښتنې سره سم د خپلو لاسي صنایعو په بدلولو او نوي کولو سره د دغه صنعت بازار نور هم تود کړی دی.
حاجي جميل چې په دې برخه کې د څو لسيزو تجربه لري او د ژوند څرخ یې په سپينو زرو پورې تړل شوی دی، وايي چې وروستي بدلونونه د دې لامل شوي چې خلک د بې وزلۍ او د کار د نشتوالي له امله تر ډیره د سپينو زرو د ګاڼو پيرلو ته مخه کړي. هغه زیاته کړه: «سپین زر اوږد تاریخ لري. دا زموږ پلرنی کاروبار دی او زموږ پلرونو له ۷۰ یا ۸۰ کلونو راهیسې دا کار کاوه. زه ۲۰ یا ۲۵ کاله کېږي چې د سپینو زرو کار کوم. په پخوا زمانو کې چې سره زر نه وو، خلکو سپین زر کارول او زموږ کار ښه و. خلک له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې سره زر اخلي. په وروستیو بدلونونو سره، د خلکو اقتصاد یو څه کمزوری شوی او د سپینو زرو اخیستو ته یې مخه کړې. زموږ پیرودونکي نېږدې ۵۰ سلنه ډیر شوي. ځینې خلک چې پیسې لري سره زر اخلي او ځینې خلک چې پیسې نه لري سپین زر اخلي.»
د کندز د زرګرانو په خبره، دوی ډېر فرمایشونه له بدخشان او تخار ولایتونو ترلاسه کوي. په دغه ولایت کې زرګران د ظریفو ګاڼو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ خام مواد له کارول شویو ګاڼو، کاني خامو موادو، مشهدي سکو او هغو پیسو چې په پخوا وختونو کې د خلکو په منځ کې دود وې، ترلاسه کوي او له ویلي کولو وروسته یې بېرته د نویو ګاڼو په چوکاټ کې په غوره، راښکونکې او عصري بڼه په کارولو سره بازار ته وړاندې کوي.
د کندز د سپينو زرو يو زرګر غلام جيلاني وايي، چې بهرني پېرېدونکي يې هم درلودل، خو د وروستيو تحولاتو له امله يې د هغوی فرمايشونه له لاسه ورکړي او اوس يوازې کورني مشتریان د دوى د لاسي ګاڼو پېرودونکي دي. هغه زیاتوي: «د پخواني حکومت پر مهال به موږ ته بهرنیان راتلل او د لاجوردو او قیمتي طبیعي ډبرو فرمایش به یې راکاوه، لاجورد یې خوښېدل او موږ به ورته جوړول. بازار ښه دی او بیه یې هم لوړه نه ده، خو خلک سپین زر ډير خوښوي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او دغه ګاڼې کاروي. موږ یو څه مډرن وسایل راوړي او زموږ په کارونو کې ډیر بدلونونه راغلي دي. پخوا به مو په لاس کار کاوه، اوس په ماشین کار کوو. خو هغوی هغه ګاڼې خوښوي چې موږ یې په خپلو لاسونو جوړوو.»
سپین زر یو له ارزښتناکو فلزاتو ګڼل کېږي او په تېرو وختونو کې خلکو ترې د سکې، هیندارې، د موسیقۍ د وسایلو او لوښو په جوړولو کې کار اخیسته. اوس مهال په افغانستان کې خلک په ځانګړې توګه ښځې له سپینو زرو د ډول ډول ګاڼو او د غاښونو د پوښونو په جوړولو کې کار اخلي. د کندوز یوه اوسېدونکې ذکیه وایي چې، د بهرنيو ګاڼو پر ځاى کورنۍ ګاڼۍ کاروي. د هغې په وينا، په دغه ولايت کې ډېری ښځې د رامنځته شویو بدلونونو له امله وزګارې شوې او اقتصادي کمزورتیا یې د دې لامل شوې، چې تر ډېره د سپينو زرو ګاڼې وکاروي. هغه زياتوي، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې ښځو په موسسو او دولتي ادارو کې دندې لرلې او په خپل مياشتني عايد يې سره زر پېرل، خو اوس چې وزګارې دي، د مالي کمزورتيا له امله سپين زر کاروي.
ذکيه هيله څرګندوي چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدوديتونه ليرې شي، څو هغوى بېرته خپلو دندو ته ستنې شي او د سپينو زرو پر ځاى سره زر وپېري. ذکیه زیاتوي: «پخوا به ښځو د خپل ښایست لپاره تر ډېره له سرو زرو استفاده کوله؛ ځکه چې ټولو ښځو دندې لرلې. له دغو بدلونونو وروسته ټولې وزګارې دي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د سرو زرو د پېرلو وس نه لري. د سرو زرو بازار هغومره ګرم نه دی لکه پخوا چې وو، او ورځ تر بلې سړېږي. خلک د سرو زرو پر ځای سپین زر کاروي. سره له دې چې کیفیت نه لري، خو د مجبوریت له مخې له سپينو زرو کار اخلي.
دا مهال د کندز زرګران ګوتمۍ، غوږوالۍ، بنګړي،غاړه کۍ، او دې ته ورته نور شیان له لاجوردو او سپینو زروو په ګټې اخیستنې سره جوړوي او دغه محصولات په کورنیو بازارونو کې پلوري. د کندوز د سرو زرو د اتحاديې مشر زمری غفوري وايي، چې اوس مهال په دغه ولايت کې د سرو زرو د توليد څلور وړې فابريکې شته. د هغه په وينا، دغه فابريکې د نارينه او ښځو لپاره ښکلې او د خوښې وړ ګاڼې توليدوي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد تر ټولو مهم د سپينو زرو کانونه د بدخشان او پنجشیر په لوړو څوکو، د هرات په سیم کوه، د کندهار په خاک ریز، د پروان په غوربند، د مرکزي سيمو په غرونو، د کندهار د بي بي ګوهر د سربو په کان او د لوګر په مس عینک کان کې تشخیص شوي دي. په همدې حال کې خلک هیله لري چې له سختو اقتصادي شرایطو ووځي او د هر ډول ګاڼو د پېرلو توان ولري.