۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو غړی د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې محمد حنیف د جمعې ورځ د وږي میاشتې په ۱۷مه، له ۱ بجې وروسته د بادغیس ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه طالب ساتونکى قدرت الله نومېده او د خپل قوماندان له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلى دى.
محمد حنیف په اب کمري ولسوالۍ کې د طالبانو په امنیه قومندانۍ کې دنده ترسره کوله.
د بادغیس امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې په کندز ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی مدیر د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی و.