د طالبانو له لوري په افغانستان کې د رسنیو د ګواښلو او فشار له دوام سره هممهاله، تازه په هېواد کې ټولییزو رسنیو ته امر شوی چې خپل د فعالیت جواز تمدید کړي. د دې ترڅنګ، د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست د رسنیو د فعالیت جواز د تمديدولو په کمېسیون کې غړیتوب لري. د ځينو رسنیو مسوولان چې د خپلو رسنیو د فعالیت جواز یې تمدید کړی یا یې پر اسنادو کار روان دی، وايي چې د دغه کمېسیون د امر پر بنسټ یې باید د خپرونو ۵۰ سلنه پروګرامونه د طالبانو خپرونو ته ځانګړي شي. دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ کورنۍ رسنۍ تر کلک سانسور لاندې دي او د ځينو خبریالانو په خبره، د رسنیزو خپرونو زیاته منځپانګه «ټوله ورځ نعتونه او ترانې او ملايي تبلیغ» جوړوي او په خبره یې، هغه خپرونې چې د طالبانو له مزاج سره برابرې نه وي، رسنۍ یې له خپرولو ډډه کوي.
د محلي رسنیو یو شمېر مسوولان چې د خپلو رسنیو د فعالیت د تمدیدېدو لپاره پلازمېنې ته تللي، له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې طالبانو د رسنیو جواز د تمدیدولو لپاره د څو بنسټونو استازو په غړیتوب یو کمېسیون جوړ کړی دی.
په دې کمېسیون کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي غړیتوب لري.
د ځينو محلي رسنیو مسوولانو چې تازه یې خپل کاري جوازونه تمدید کړي یا هم تر کار لاندې دي د نوم نه ښودو په شرط مني چې د رسنیز فعالیت د دوام لپاره د طالبانو یو شرط د یوې رسنۍ له ټول نشراتي وخت څخه ۵۰ سلنه یې د هغو خپرونو خپرول دي چې په خبره یې، د دې ډلې په ګټه وي.
د یوې محلي رسنۍ مسوول چې د خپلې رسنۍ د جواز د تمدید لپاره کابل ته تللی وايي: «زموږ د فعالیت جواز هر درې کاله وروسته تمدیدېږي. په تېرو کلونو کې اطلاعاتو او کلتور وزارت یا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د جوازونو له تمدیده څارنه کوله او خپله رسنۍ هم د قانون له مخې اړه وه چې خپل نشراتي جواز تمدید کړي؛ خو سږکال دا موضوع مخامخ د کورنیو چارو وزارت له خوا څارل کېږي او هرې رسنۍ ته زنګ وهل کېږي چې راشي او خپل د فعالیت جواز تمدید کړي.»
د دې رسنۍ مسوول چې د امنیتي ګواښونه له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه شوې زیاتوي چې طالبان د رسنیو له خاوندانو یا مدیرانو ژمنه اخلي چې باید د دوی په ګټه خپرونې خپرې کړي او که نه نو په خبره یې، له ستونزو سره به مخامخ شي.
نوموړی وايي: «په یوې خونه کې د څو بنسټونو کسان ناست و او ویل یې چې ستاسې فعالیت امارت[طالبانو] ته څه ګټه رسوي؟ باید نیم د ځان لپاره کار وکړئ او نیم هغه خپرونې چې موږ یې په واک کې درکوو خپرې کړئ یا هم خپله تاسې د نظام [د طالبانو رژیم] په ګټه خپرونې جوړې کړئ.»
سربېره پر دې، اقتصادي ستونزې او د مالي سرچینو نشتوالی او د څو ډوله جوازونو اخیستل، د رسنیو نورې ننګونې بلل کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې ورسره مخامخې دي. د یوې غږیزې رسنۍ د امتیاز خاوند وايي چې هغوی د څلور ډوله جوازونو په بدل کې پیسې ورکوي.
د دې رسنۍ د امتیاز خاوند هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله یې نوم یاد شي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «یو د نشراتي جواز خبره ده چې د اطلاعاتو او کلتور له وزارته یې اخلو، د اترا جواز بېل دی. یو جواز د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي او مالیاتي جواز بیا د مستوفیتونو له لوري وېشل کېږي، ټول يې د پیسو په بدل کې دي.»
طالبانو له تېرو دوو کالو راهیسې د هېواد پر اوسېدونکو د ځينو محدودیتونو له لګولو سربېره، په کور دننه رسنۍ هم تر فشار لاندې راوستې دي. دې ډلې په رسنیو کې پر دوی نیوکګرو کارپوهانو او پر ښځينه ویاندویانو محدویتونه لګولي دي.
ورته مهال، په کورنیو رسنیو کې د نړیوالو رسنیو د خپرونو بندېدل، د فلمونو، سریالونو او موسیقۍ پر خپرېدو بندیز او د دې ډلې پام وړ حجاب پر اغوستلو د ښځو اړ ایستل، له نارینهوو سره د ښځينه ویاندویانو پر مرکې بندیز بیا پر رسنیو نور فشارونه بلل کېږي.
د دغو بندیزونو سربېره، په یوې خپرونه کې د ښځو او نارینهوو پر ګډ حضور بندیز، د طالبانو د کمکارۍ او بېروکراسۍ په اړه د راپورونو له خپرولو مخنیوی، د دې ډلې پر ضد ټلوالو د خبرونو پر خپرولو بندیز او یو شمېر نور بندیزونه بیا هغه دي چې په کورنیو رسنیو تپل شوې دي. دغه راز، لسګونه خبریالان په خپلسري ډول توقیف، وهل او بندیان شوي دي.
طالبانو په دې موده کې پر رسنیو د محدودیتونو لګولو او سانسور بسنه نه ده کړې او تازه د دې په لټه دي چې رسنۍ دې د دوی په تبلیغاتي وسیلې واوړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ځيني خبریالان د رسنیو له سانسوره، له تفریحي، موسیقۍ، مستندونو او نورو هغو خپرونو چې د خلکو د خبرواي او د رسنیز کلتور په وده کې ونډه لري، له بندیزه شکایت لري.
دا خبریالان چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نومونه یې یاد شي وايي چې د تازه بندیز سربېره، له دې وړاندې هم هېڅ رسنۍ نه شوای کړی د طالبانو مخالفه خپرونه خپره کړي. د هغوی په خبره، «بې له هغو موضوعاتو چې د طالبانو په مزاج برابر دي، نوره منځپانګه نه شته. ټوله ورځ نعتونه، ترانې او د ملا تبلیغ خپرېږي.»
د یادونې ده چې په هېواد کې رسنۍ او خبریالان ناوړه ورځې تېروي. اطلاعاتو ته نه لاسرسی، سانسور، د قانون نشتوالی او د طالبانو غچاخیستنو بیا خبریالان تر پزې راوستلي دي. د رسنیزو مدافعانو له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې ۱۹۷ ټلویزیوني شبکو، ۲۸۴ راډیوګانو، سلګونه چاپي رسنیو او وېبسایټونو فعالیت کاوه؛ خو اوس په هېواد کې ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی او ډېرو خبریالانو بیا دندې له لاسه ورکړې دي.