پر افغانستان د طالب د واکمنۍ پيل د اګسټ پنځلسمه وه. په دې ليکنه کې د مخکیني جمهوري دولت پر حکومتولۍ او سقوط بحث نه کوو؛ بلکې د طالب پر اوسني وضعيت او له نړۍ سره د دوى پر تعاملاتو او نورو مسایلو غږېدلي يو. طالبان تېر شل کاله د افغانستان له حکومت او وسلهوال پوځ سره ګوته په ماشه وو. پوښتنه دا ده، چې دوی خپلواک وو یا دي؟ څو کاله مخکې د مکې معظمې ملا امام د افغانستان جګړه نارواه وبلله او د عدم مشروعيت فتوى یې ورکړه وه. دغه راز تېر شل کاله نړۍ پاکستان له دوی سره په مستقیم ډول د مرستې په تور تورن او تر نیوکې لاندې راوستی و.
د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د واک پر مهال د کندوز او بيا مکرراً فراه جګړه کې د پاکستاني افسرانو جسدونه پاتې شوي وو. دې ته ورته نور موارد هم دي، چې پاکستان تېر شل کاله په یو ډول نه یو ډول د افغانستان جګړه کې ښکېل پاتې شوی دی. پر دې مواردو بحث نه کوو؛ بلکې اصلي بحث مو د طالبانو واکمني ده، چې اوسمهال یې د افغانستان واګې په لاس کې اخیستي دي.
کورنى اړخ؛ حکومتولي
د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په اسلامي او جمهوري دواړو چوکاټونو کې نه راځي. دليل دا دى، چې اسلامي نظام خپل اصول او اساسات او شورا لري او شورا مشرتابه ټاکي. په اسلامي نظام کې د خلکو مجازات د محکمې له خوا کېږي او د دې تر څنګ اسلام مجرم ته د سزا د تطبیق خپل اصول لري او په یوه شک سره سزا ساقط کېدای شي. په اسلامي نظام کې د عوامو صحرايي محاکمه کول هم نشته.
بحث دا دى، چې په يووېشتمه پېړۍ کې ټوله کابينه د مدرسې فارغ مُلا ته سپارل لویه تېروتنه ده. د پوهنتون له رياسته د پروفېسر په لرې کولو سره د یوه ملا ټاکل پرځای کار نه دی. د ښوونې وزير له قلم سره ښه ښکارېږي؛ خو په وسله سمبال تر څوکۍ شا ته کېناستل د ښوونې استازولي نه کوي. علمي کادرونه د تېښتې لارې لټوي او په قاچاقي لارو غواړي له هېواده پښې سپکې کړي. خلک د بېګا او سبا نهر دي؛ خو د طالبانو سرپرست حکومت ورته له خدایه د ډودۍ غوښتنې توصيې کوي.
د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه د محصلينو پر مخ تړل شوي، حال دا چې په اوسني پېر کې د يوه هېواد پرمختګ له زدهکړو سره تړلی دی.
د امنيت برخه ټولو ته روښانه ده، تر ډېره خلک د بیان ازادي نه لري او ان د راپورنو له مخې ځینې وخت د مخکیني حکومت کارکوونکو او نظاميانو د ترور ګوته طالبانو سره تړلو کسانو ته نیول کېږي. څو ورځې مخکې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی فیضالله جلال ونيول شو. دغه راز ویل کېږي، چې د خواله رسنيو یو بل فعال تازه زنداني شوی دی. خلاصه دا چې که د دوى خلاف يو خبره هم وویل شي، بې عزته کېږې او زندانې کېږې. دا د اسلام د اصولو خلاف عمل ځکه دى، چې اسلام هم د بيان د ازادۍ حق بيان کړی دی. د طالبانو سرپرست حکومت د سلو کالو ملي بیرغ ته شا کړه او پوځ هم له منځه لاړ. دا هغه څه و، چې پاکستان يې کلونه د ختمولو په هڅه کې وو.
بهرنى سياست
د طالبانو سرپرست حکومت لا هم نړیوال په رسمیت نه پېژني او د قراینو له مخې دا چاره شاید دوام هم ومومي. دوی تر دې دمه په کور دننه د افغان ملت له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوي. د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي لا هم له نړيوالو سره په تور لېست کې شامل دي. اوسنی حکومت چې نړيوال اعتبار نه لري، پاکستان خپل سفارت په کابل کې د نړيوالو اړيکو د عرف خلاف چلوي او سفیر يې هم د طالبانو سرپرست حکومت له چارواکو سره تودې لیدنې کوي. د طالبانو سرپرست حکومت داسې کس د استخباراتو مسوول نه ټاکي، چې پاکستان ضد پالیسي ولري.
راتلونکي ته اندېښنې
د طالبانو د سرپرست حکومت خزانه تشه ده، پوځ يې منحل کړی، نړۍ يې په رسميت نه پېژني، د حکومت واګې يې په لاس کې اخیستې؛ خو غنيمت يې ګڼي. له دې سره سره نورو ته د زور ګواښونه هم کوي؛ خو ملت په نس وږی دی. ورځ تر بلې خلک اړ کېږي، د نس مړولو لپاره هره چاره وکړي. بلخوا نړۍ ورته د مرستو لپاره ښکاره شرايط اېښي، هغه څه چې د نننۍ نړۍ اړتیا ده.
د دې تر څنګ د طالبانو سرپرست حکومت نامسلکي وسلهوال پوځ لري، نظامي وسایط په سمه توګه نه کاوري. د دوی د نامسلکیتوب له کبله څه موده مخکې یوه چورلکه نسکوره شوه. دوی په تش لاس د نورو ډلو پر وړاندې درېدلی نه شي.
هغه موارد چې طالب له امريکا سره د دوحې د هوکړې ژمنه کړې، عملي به يې کړي؟ ګواښ دا دى، چې هېواد کې به د دوى ضد ډله سر پورته او امريکا به د بیا راتګ زړه ښه کړي او دا به د بلې جګړې پيلامه وي. ځکه د دوى توافق دا و، چې القاعده او نورو ته به اجازه نه ورکوي، چې سر پورته کړي او د نورو پر وړاندې اقدام وکړي، خو دا د طالب لخوا ناشونى او د توان بهر خبره ده.
پایله
که د طالبانو سرپرست حکومت له نننۍ ډيپلوماتيکې نړۍ سره ځان عيار نه کړي، په کور دننه او بهر به په رسميت ونه پېژندل شي. که له نړيوالو سره په روابطو کې د «Take and Give» پالیسۍ پر اساس مخته لاړ نه شي او وچ زور وچلوي، نو لا به د کادرونو فرار وي، لا به خلک له لوږې اولادونه پلوري او خداى مکړه دا خاوره به بيا په يو او بل نوم د نړيوالو د لوبو ډګر شي. طالب سرپرست حکومت دې د افغانستان ټولو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي، اقليتونو ته دې پام وکړي، له غرب او ګاونډيانو سره دې سرې کرښې راکاږي، د نجونو او هلکانو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانیزي او د شکنجې او رټنې پر ځای دې د ملت د رضامندۍ کارونه وکړي.