د کابل تر سقوط او د طالبانو تر حضور وروسته، د افغانستان ارزي ذخایر وتړل شول. د ستونتوکو په ځانګړې توګه د تېلو بېه لوړه شوه او د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې افغانۍ زیګزاګي حالت خپل کړ، چې تر څلورو زیاتو میاشتو کې دا حالت لوړې کچې ته ورسېد. د اسعارو د ارزښت بدلون او د توکو بیې لوړوالي، د کارخونو سقوط، سیاسي بحران او کډوالي، د بهرنیو او کورنیو موسسو فعالیت درېدو او په پایله کې د زرګونو کسانو بې روزګاره کېدو سره په هېواد کې لوږه دومره زیاته شوه، چې په شلو کالو کې بې مخینې وه. په نړیواله کچه د رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو هڅو تر دې دمه پاموړ پایله نه ده لرلې. هغوی د ملګرو ملتونو څوکۍ ترلاسه نه کړه او تر دې دمه نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دي پېژندلي.
د نړیوالو بنسټونه راپورونه، د هېواد د اقتصادي، روغتیايي او ښوونیزو سیسټمونو پاشلتیا ښيي او موږ ته د افغانستان د راتلونکي اقتصاد په هکله روڼ لیدلوری وړاندې کوي. د افغانستان اقتصاد چې په تېرو شلو کالو کې د نړۍ یو ککړ اقتصادي سیسټم و، اوس د رکود په حال کې دی. د طالبانو په لاس د افغانستان تر نیول کېدو مخکې چې پلټونکو ادارو په فعاله توګه د افغانستان اقتصادي وضعیت څاره، ویل کېږي، چې یو پر درې برخه افغانان له مطلق فقر سره لاس و ګرېوان دي او یو پر درې نور يې د قفر تر کرښې لږ پورته ژوند کوي.
د یوه هېواد د اقتصاد د ثبات لپاره یوه مهم عنصر ښه حکومتولي ده. تر بحران وروسته د دولتونو د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره یو مهم عنصر همدا عنصر بلل کېږي. شپېته کاله مخکې سویلي کوریا د مرکزي افریقا (هغه هېوادونه چې د سارا په سویل کې پراته دي، له سوډان پرته) او عربي دوه پر درې برخه هېوادونو څخه بېوزلی هېواد و؛ خو په بهرنیو مرستو او ښې حکومتولۍ سره نن د نړۍ په ۱۲ پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو کې راځي. په ښه حکومتولۍ کې روڼتیا، حساب ورکول، ونډه اخیستل او وړاندوینه شامل دي.
تجربو ښوولې چې د هېوادونو اقتصادي کمزورتیا له کبله خلکو سرتاسري اعتراضونو کړي دي. افغانستان سره له دې چې پخوا د لاریونونو د ځپلو شاهد و؛ خو هېڅ یوه اعتراض او غورځنګ د جوړښت د بشپړ بدلون او محسوسو بدلونونو سبب نه دی شوی. حال دا چې په نورو ټولنو کې اعتراضونو بدلونونه راوستي او په حقیقت کې د اعتراضونو اهمیت هم په همدې کې دی.
په دې لیکنه کې د اقتصادي وضعیت او سیاسي بحران له کبله په ځینو هېوادونو کې لاریونونو ته کتنه شوې ده.
امریکا؛ بحران، لاریون، ځپل
امریکا په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال کې له بې مخینې مالي بحران سره مخ شوه. دا ستونزې په لومړیو کې په پورونو پورې تړلې وې؛ خو وروسته نورو اقتصادي برخو ته وغځېدې او اقتصادي رکود او بې روزګاري یې جوړه کړه. په ۲۰۱۰ کال کې هغه کورنۍ چې تر فقر کرښې لاندې يې ژوند کاوه، په کوچنیو ښارونو کې ۵۳ سلنه او په ښاري سیمو کې ۲۳ سلنه ته لوړې شوې. په پایله کې د مالي بحران له کبله په منځنۍ کچه کې خلک نور هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول. (بشیریه، حسین؛ از بحران تا فروپاشی: 20)
د فقر او بېکارۍ له کبله په امریکا کې اعتراضي غورځنګونه جوړ شول. دغه غورځنګونه په ۲۰۱۱ کې د مالي او اقتصادي بحران او په پانګوالې پوړۍ پورې د ټولنې د وابستګۍ او له دغو پوړیو څخه د حکومت د دفاع له کبله راپورته شول. والسټريټ نیولو حرکت یو اعتراضي غورځنګ و، چې په ۲۰۱۱ کال کې د یوې کاناډايي مجلې په وړاندیز د «والسټریټ نیول د یوه میلیوني غورځنګ په لاس» په نامه جوړ شو. په زرګونو کسانو په والسټریټ کې لاریون او د پرلت خېمې ووهلې. د اعتراض پر لومړۍ ورځ، له زور زیاتو کسانو په لاریون کې ګډون وکړ. پولیس لاس په کار شول، خو د هغه کال د سپټمبر پر ۲۴، د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته زیاته او نژدې ۸۰ کسان ونیول شول.
د وخت په اوښتو سره د لاریونوالو شمېر زیات شو. داسې چې د اکتوبر پر لومړۍ ورځ په امریکا کې تر ۸۰۰ زیات کسان ونیول شول. د ۲۰۱۱ د نومبر پر ۱۵، د نیویارک پولیسو لاریونوالو ته خبرداری ورکړ، چې د روغتیايي اندېښنو له کبله له لاریونه لاس په سر شي او په دې خبرداري ۲۰۰ لاریونوال د دولت له خوا ونیول شول. دا اعتراضات څو ځلې نور هم تکرار او په پایله کې وځپل شول او کم شول. په متحده ایالاتو کې اقتصادي بحران د لاریونونو او طبقاتي مبارزو یوه څپه راپورته کړه؛ خو دا چې مشخصه ایډيالوژي يې نه لرله، دوام يې ونه شو کړای. (بشیریه، حسین؛ از بحران تا فروپاشی: 24)
ټونس؛ بحران، لاریون، پرځېدن
نړیوال اقتصادي او مالي بحران پر هغو هېوادونو هم اغېز درلوده، چې له لوېديځ سره یې نژدې اړیکې درلودې. د زین العابدین بن علي په حکومتولۍ ټونس له اروپا او امریکا سره سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودې؛ خو کله چې اقتصادي غورځنګ پيل شو، لوېديځ يې ښکاره ملاتړ ونه کړ او د امریکا دولت وویل، چې د ټونس په کورني اړدوړ کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي. پر ټونس نړیوال مالي او اقتصادي بحران په ۲۰۰۸ کې محسوس و او د بې روزګارانو پاڅون او لایونونه په هماغه کال کې زیات هم شول. د بېکارۍ په زیاتېدو او د بیو په لوړېدو سره، دولت داسې ګام چې نارضایتي ورسره ختمه شي، پورته نه کړ. د عمومي نارضایتۍ په زیاتوالي سره د یوه ځواکمن اعتراضي غورځنګ جوړېدو ته لاره هواره شوه. په دغه وخت کې ټونس د سیاسي مشروعیت له بحران سره هم مخ و او همدغه بحران بیا پياوړی اپوزیسیون ته لاره هواره کړه.
اقتصادي بحران د دولت او ټولنې ترمنځ کرکې او ټولنیزو مبارزو ته لار پرانیسته. د ۲۰۱۰ د ډسمبر پر ۱۷، په بوزید ښار کې د پولیسو د ناوړه چلن له کبله د محمد بوعزیزي په نامه یوه مېوه پلوري ځان وسوځاوه او د انقلاب سپرغۍ يې بله کړه. لاریونونه د پولیسو له شدیدو غبرګونونو سره مخ شول، څو کسان ووژل شو او په ښار کې ګرځبنديز ولګېد. خو لاریونونه په چټکۍ سره ښار او د ښار نورو سیمو ته پراخ شول. کارګرو اتحادیو، محصلانو، شاګردانو، حقوق پوهانو او نورو ډلو اعتصاب وکړ.
د عمومي لاریونو په زیاتوالي سره، سازمانونو او پخوانیو او نویو سیاسي ګوندونو په ټونس کې سیاسي یوځای کېدن پیل کړل. واکمن ګوند د ځینو نورو ګوندونو په نسبت یو څه انعطاف ښوولی و، په ورته وخت کې «مترقي ډموکراتیک ګوند او د کار ډموکراتیک کانون» له څو نورو ګوندونو سره یوځای وڅپل شو، لکه «حزب النهضه او حزب التحریر» د کارګرو اتحادو او ځوانانو په راټولو پيل وکړ. د حکومت او مخالفو او لاریونوالو مخامخېدن، داسې کړکېچ رامنځته کړی و، چې په دولتي دستګاه کې بحران او د نظر بېلوالی جوړ شو. لوی درستیز جنرال رشید عمار پر لاریونوالو له ډزو مخ واړاوه او په دې اساس پوځ د واکمن ګوند، امنیتي ځواکونو، کورنیو چارو وزارت او پولیس او د بن علي غوښتوال نیمه پوځي ځواک په مقابل کې راپورته شو.
د ۲۰۲۱ د جنوري پر ۱۴، له امنیتي ځواکونو سره د پوځ وسله وال برید نه وروسته، د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې واخیست. په ځپل شویو سرتېرو کې درز او د پوځ یووالي بن علي عربستان ته په تېښته اړ کړ. د جولای پر ۱۷، د واکمن ګوند او ځینو نورو ګوندونو په اییتلاف سره د دولت محمد غنوشي په مشرۍ چې په ۱۹۹۹ کې د بن علي دولت لومړی وزیر و، د موقت دولت واګې ترلاسه کړې او د موقت دولت ترکیب ته په کتو سره، د خلکو په نظر انقلاب بشپړ شوی نه و او له همدې ورځې وروسته په ټونس او نورو ښارونو کې د انقلاب د بشپړولو او د موقت حکومت د پرځولو لپاره لاریونونو دوام وکړ.
د محمد غنوشي د موقت حکومت په ۴۰ ورځو کې، نه یوازې دا چې د واکمن ګوند د قدرت د دوام پر ضد لاریونونو دوام وکړ، بلکې تاوتریخوالی، لوټ او د بندیانونو تېښته هم وغځېده. پوځ د ګډوډیو په کنټرول او د انقلاب په بشپړولو کې تعیین کوونکی رول لاره. د واکمن ګوند د انحلال لپاره بالاخره د جنوري پر ۲۰ د ګوند مرکزي کمېټه منحل شوه او د دې میاشت پر ۲۷، د موقت دولت په کابینه کې د ګوند غړي ګوښه شول. اقتصادي بحران د ټولنیز لاریونونو لامل شو او اعتراضي غورځنګ له اقتصادي حدودو واوښت او سیاسي اړخ یې خپل کړ او د واکمن ګوند او پوځ ترمنځ درز رامنځته او د واکمن ګوند پايښت يې ولړزاوه.
لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، د شرایطو په نسبت اعتراضات ښايي بېلابېل غبرګونونه ولري. خو دا ښکاره خبره ده، چې د اقتصادي بحرانونو له کبله راپورته شوي اعتراضات ډېر غښتلي وي. افغانستان له دې اړخه په ترینګلي حالت کې دي. د مشروعیت تر څنګ اقتصادي بحران او د خلکو نارضایتي د هېواد راتلونکی له بد حالت سره مخ کولای شي. په تېرو دوو لسیزو کې د ډموکراسۍ په تمرین سره که څه هم اعتراضات وغوړېدل؛ خو ترخه تجربه یې لرله. محمد اشرف غني سره له دې چې په لوېديځ کې لیک لوست کړی و، خو له مدني و اعتراضي حرکتونو سره جوړ نه و او د هغه په دوران کې د ډېرو کسانو خولې ګونګې شوې.
په دې لیکنه کې مو چې د دوو هېوادونو نومونه راوړل، ومو لیدل چې د اقتصادي لاملونو له کبله لاریونونو څومره ژور تغییرات راوستي او دا غورځنګونه په کومو تجربو له ماتې سره مخ یا بریالي شوي دي. د دغو دواړو هېوادو شرایط یا ځانګړنې ښايي له افغانستان سره اړخ ونه لګوي، خو یو ګډ ټکی پکې دا دی، چې ټول له لوږې سره لاس او ګرېوان و.