۸صبح، کابل: د هغو زده کوونکو په اړه چې په تېرو شلو کلونو کې یې زده کړې کړې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني څرګندونې، له غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ښوونې او روزنې پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره په کتنه کې ویلي، له هغو کسانو هېڅ تمه نه کېږي چې په تېرو شلو کلونو کې له ښوونځیو فارغ شوي دي.
حقاني په دغه کتنه کې د ښوونې او روزنې پوهنتون پر ارزښت چې ښوونکي روزي ټینګار کوي او وايي چې باید د ښوونځیو لپاره غوره ښوونکي وړاندې شي. دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه په ځان پسې لرلي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له دې مخکې هم د مدرسې او پوهنتون په هکله غبرګون پاروونکې څرګندونې کړې دي.
نوموړي یو ځل ویلي و چې د اوسني حکومت مشران د مدرسو طالبان دي چې پوهنتون ته نه دي تللي او ځینو ښوونځی هم نه دی لوستی، خو له دیني پلوه او هغه قربانۍ یې چې ورکړې له «پوهاند، ماستر او ډاکتره» زیات عزت لري.