۸صبح، کابل: د طالبانو سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت چارواکي وايي، چې دولتي پوهنتونونه به تر راتلونکو لسو ورځو پیل شي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند محمد تقي چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونونو درسونه پیل کړي.
نوموړي ومنله، چې تر راتلونکو لسو ورځو به دولتي پوهنتونونه پرانېستل شي.
محمد تقي ټينګار وکړ، چې په تحصیلي نظام کې د نجونو او هکانو ګډ لیک لوست درول شوی دی.
د نوموړي په خبره، په پوهنتونونو کې به هلکان او نجونې په بېلو درسي خونو کې زده کړې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د پخواني نظام له سقوط وروسته د هېواد د زدهکړو بهیر له ننګونو سره مخ شو او زرګونه محصلین پوهنتون ته له تګه پاتې شول.