د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له روسیې سره د اوکراین د څلورو نیول شویو سیمو د یو ځای کېدو سند لاسلیک کړ.
سيجيټياېن د روسیې د دولتي خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر چهارشنبه د اکټوبر پر ۵ دغه سند لاسلیک کړی دی.
ولادیمیر پوتین د پارلمان او فدرال مجلس له تصویب وروسته د روسیې له خاورې سره د لوهانسک، دونتسک، زاپوریژیا او خرسون سیمې د یو ځای کېدو سند تایید کړ.
روسیې د تېرې اوونۍ د جمعې پر ورځ د اوکراين په نیول شویو سیمو کې د ټولپوښتنې اعلان کړی، چې له ۸۲ تر ۹۹.۲ سلنه رایې ورکوونکي له روسیې سره د یو ځای کېدو غوښتونکي دي.