۸صبح، کابل: د مقاومت جبهې له مشر سره د مخکیني حکومت د سلاکار د لیدنې خبر خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې د سیاستوالو او عامو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود ترمنځ د لیدنې خبر جمعه د تلې پر ۲۲ خپور شو.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته د ټولنیزو شبکو کاروونکو، سیاستوالو او د مقاومت جبهې پلویانو توند غبرګون ښودلی او د دې لیدنې له امله یې پر احمد مسعود نیوکې کړې دي.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو په ټویټر کې احمد مسعود ته په خطاب ویلي: «د ازمایل شوي ازمویل غلط کار دی.»
بل کاروونکي لیکلي: «احمد کېدل اسانه دي خو مسعود کېدل ستونزمن، احمد د مسعود کېدو لپاره باید په غور سره ګام پورته کړي او له سوځېدلو مهرو سره تعامل ونهکړي.»
بل کاروونکي لیکلي: «احمد مسعود باید اجازه ورنهکړي، چې سوځېدلي خلک امر ورکړي او لمن یې پر فساد، معاملې او ریا ککړه کړي. احمد، چې نن یوه ځانګړی مقام لري یوازیني لامل یې له ملي قهرمان سره د ویني اړیکه او د میراث د خوندي ساتلو لپاره د هغه ژمنه ده.»
له احمد مسعود سره د اشرف غني د حکومت د ملي امنیت سلاکار د لیدنې خبر په ټویټر کې د حمدالله محب له خوا خپور شو. مقاومت جبهې تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دی ویلي.