۸صبح، کابل: د کابل په لوېدیځ کې پر کاج روزنیز مرکز برید غبرګونونه پارولي دي. طالبانو د یوناما او امریکا ترڅنګ دغه برید غندلی دی.
د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر کاج روزنیز مرکز د نن ورځې (جمعه د تلې پر ۸) چاودنه کې لسګونه تنه مړه او ټپیان شول.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه برید «لوی وحشت»، یوناما «بې رحمانه» او کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیرې «د شرم وړ» بللی دی.
د ملګروملتونو سازمان د مرستیالۍ دفتر یوناما ویلي، چې د افغانستان وضعیت مخ په خرابېدو دی.
طالبانو، امریکا او یوناما په ټویټونو کې له قربانیانو سره، چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ تنو ته رسېږي خواخوږي څرګنده کړې ده.
طالبانو ویلي، چې د دې پېښې عاملانو ته سزا ورکوي.
په همدې حال کې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي: «امریکا دغه برید غندي او ټول زده کونکي باید وکولای شي په ارامه فضا کې له وېرې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د ویلو ده، چې طالبانو په دې پېښه کې د ۱۹ تنو وژل کېدل او د ۲۷ تنو ټپي کېدل تایید کړي؛ داسې حال، چې خپاره شوي نوملړونه او ځایي سرچینې د تلفاتو شمېر تر دې زیات بولي.