د پنجشیر په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه د یوه خطیب د وینا ویډیو د ټولنیزو رسنیو د ډېرو کاروونکو پام ور خپل کړی دی. په دې وينا کې هغه « انسان وژنه» د مسلمان صفت ګڼي او د اسلام پایښت د وينې د حمام په جوړولو پورې تړلی ګڼي او هغه مسلمان چې وژلو ته لېوالتیا نه لري رښتيني مسلمان نه ګڼي. د هغه په وينا، دا د مسلمان دنده ده، همدا چې سهار له خوبه راويښ شي خپله وسله په لاس کې واخلي او د «کافرانو» په لټون ووځي او د هغوى ښکار وکړي. دا ملا هغه مسلمان چې وژلو ته لېواتیا نه لري «هندو» او د اسلام له دائرې وتلی ګڼي، او هغه کسان چې سبزیجات خوري او د څارویو غوښه نه خوري، تکفیروي او هغوی عقیده د «هندوانو» له عقیدې سره یو شان ګڼي. د ويډیو له خپرېدو وروسته ما د دغه کس په تړاو له څو خبرو کسانو وپوښتل. معلومه شوه چې دغه خطيب د پنجشېر له سخت دريځو ملايانو دى او له ډېرې مودې راهيسې په پنجشېر کې د شور او ځوږ پر جوړولو بوخت و، خو د طالبانو په راتګ سره يې د فعاليت ډګر پراخ شو او خپل فعاليتونه يې د دیني کرکې پر خپرولو او د مذهبي فرقه ییزو شعارونو او زده کړو پر ورکولو او تش په نوم مناظرو متمرکز کړي دي. طبیعي ده، چې هغه دا کارونه طالبانو ته د غوړه مالۍ لپاره کوي او هڅه کوي چې وښيي، په مذهبي تعصب او مذهبي سختدریځۍ کې د طالبانو په لیکه کې دی، څو ښایي د طالبانو له تالانه ډېر غنمیت ور په برخه شي.
دیني عالمان تل ټینګار کوي چې د اسلام دښمنان د نړۍ رسنۍ په خپل واک کې لري او د اسلام پر ضد منفي تبلیغات کوي او د اسلام څېره له عیبونو ډکه ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام د وياندانو چلند او وينا د اسلام د منفي او بد تصویر په وړاندې کولو کې د هغو تبلیغاتو پرتله چې احیاناً يې نور کوي، زيات رول لوبوي. که تاسو مسلمان نه وای او د ملا دا خبرې مو اورېدلې وای نو څه احساس به مو کاوه؟ جالبه دا ده چې د طالبانو په راتګ سره د هغو ملایانو شمېر چې په منبرونو کې د وینو تویولو، کرکې او تاوتریخوالي خبرې کوي، ورځ تر بلې زیاتېږي. غوسه او تاوتریخوالی د طالبانو د ډلې پایښت تضمینوي او له همدې امله دغه ډله تل د کرکې او مذهبي تعصب اور ته ببوزی وهي. ياد شوي ملا دا درک کړې څومره چې د کرکې او تعصب خبرې وکړې، هومره په طالبانو کې پلویان پیدا کوي.
ځينې ښايي ووايي چې ياد شوي ملا د «کفارو» د وژلو خبره کړې او دا موضوع له خپلو مخالفينو سره د طالبانو په چلند پورې اړه نه لري. د مسألې په شننه کې باید دا حقیقت په پام کې ونیسو چې طالبان او د هغوی په څېر ملایان چې اوس د واک په سر کې دي او د ملیونونو خلکو برخلیک په لاس کې لري، کولای شي په اسانۍ سره هر هغه څوک چې زړه یې وغواړي له اسلامه وباسي او «کافر» او وینه تویول یې مباح وګڼي. دوی دا کار په تېرو وختونو کې هم په مکرر ډول کړی او په راتلونکي کې به هم همداسې وکړي. د مذهبي مشرانو عادت دا دی چې د تکفیر په وسیلې سره خپل مخالفان ځپي. غمیزه هغه وخت نوره هم دردوونکې کیږي چې دغه مشران سیاسي واک په لاس کې واخلي او د مخالفینو وژل، زنداني کول او تړل او ځپل ورته ستونزمن کار نه وي. پر دې سربېره هغه دیني انګېرنه چې خلک د «کافر» وژلو ته هڅوي، خورا خطرناکه ده او د ټولنې ټولنیز امنیت او رواني روغتیا ته سخت زیان رسوي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هڅه کړې چې په هر ولایت کې د علماوو شورا په جوړولو او دغې شورا ته د سترو مالي امتیازاتو په ورکولو سره ملایان په خپل خدمت کې راولي او د زړونو د ګټلو لپاره یې وکاروي. د طالبانو مشرتابه په هغې پيژندګلوۍ سره چې د افغانستان له عقلانیت ضد او دین ځپلې ټولنې یې لري، دا درک کړې چې طالبانو ته وفادار ملایان کولای شي په چټکۍ سره د عامو خلکو په منځ کې نفوذ وکړي او هغوی د طالبانو د واکمنۍ په تړاو خوشبین کړي. د پنجشېر د علماوو شورا هم د طالبانو د رژیم له جوړېدو وروسته له لومړنیو شوراګانو ده، چې جوړښت یې د ملا هبت الله له لوري منظور شوی دی. د دې شورا غړي هغه کسان دي چې له ډېرې مودې راهیسې له طالبانو سره په تماس کې دي او سولیدلې او تاریخ تېرشوي طالبي افکار لري او له ډېرو کلونو راهیسې یې په پنجشیر کې د ایډیالوژۍ په ترویج کې ونډه او رول لرلې او په یو دول یې د طالبانو نظامي حضور ته زمینه برابره کړې ده.
دطالبانو اصلي هسته د پاکستان او افغانستان په قبایلي سیمو کې له دیني مدرسو سرچینه اخلي. اوس هم د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هغه کسان دي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړي دي. نو دا ډله ځان مکلف ګڼي چې د ملایانو هر اړخیز ملاتړ وکړي او پر لوړو دولتي څوکیو یې وګوماري او د استخدام پر مهال د تخصص د اصولو له په پام کې نیولو پرته په ټولو دولتي ادارو کې دې ډلې ته وفادار ملایان پر دندو وګوماري. دا چې موږ وینو په ټوله کې دیني عالمان د طالبانو پلویان دي او پر دې ډلې له نیوکو ډډه کوي، که له یوې خوا د طالبانو لخوا د سختې سزا د وېرې له امله دا کار کوی، له بلې خوا د دې کار رېښه په دې کې ده، چې د ملایانو مادي ګټې د طالبانو په واکمنۍ پورې تړلې دي. اوس مهال ګڼ عادي ملایان چې پخوا يې د ژوند تېرولو لپاره پر ځان ډېرې سختۍ تېرولې، اوس یې د طالبانو د ملاکراسۍ په برکت مهم دولتي مقامونه خپل کړي او زیاتې پیسې ترلاسه کوي. اقتصادي بې وزلي د دې لامل شوې چې طالبان د ټولنې د په بېلابېلو پاړکیو کې د خپلو وفادارنو په پېرلو کې له جدي ننګونې سره مخ نه شي.
پخوا دیني عالمانو او د هغوی ملاتړو هڅه کوله چې دا تبلیغات وکړي چې دیني مخکښان د ټولنې د مظلومو او محرومو طبقو مدافعان دي او دنده لري چې حق ووایي او ظالم واکمنان وننګوي. ملایانو د جمهوریت په دوره کې تر همدې شعارونو لاندې هر هغه څه وکړل چې په وس کې یې وو څو په عامه افکارو کې د جمهوریت څېره زیانمنه او بنسټونه یې کمزوری کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ سره یې نه یوازې دا چې خپله پخوانۍ دنده هېرې کړې، بلکې د هغو ټولو ناخوالو او ظلمونو پر وړاندې یې سترګې پټې کړې چې طالبان یې د افغانستان د نارینه وو او ښځینه وو په حق کې کوي، په خپل ټول توان سره د طالبانو د رژیم په دفاع کې درېږي او د طالبانو د ایډیالوژۍ په تبلیغولو سره هڅه کوي چې د دې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې د عامو خلکو ذهنیت چمتو کړي. واقعیت دا دی چې په نړۍ کې لږ داسې حکومتونه پیدا کیږي چې د طالبانو تر رژیمه ډېر ظالم وي. نو ولې د دیندارۍ دا ادعا کوونکي له دې ښکاره حقيقته سترګې پټوي او انکار ترې کوي؟ اوس څرګنده شوه چې هغه ټول شعارونه چې دوی د ظلم پر ضد او له مفسادو سره د مبارزې په برخه کې ورکول، د جمهوریت نظام د کمزوري کولو لپاره وو څو د طالبانو د بېرته راتګ زمینه برابره شي او په دې کار کې په رېښتا هم بریالي وو.
د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې په وروستۍ لیکه او په شمالي کوریا پسې دی. ان که دغه سازمان دغه درجه بندي اعلان کړې هم نه وای، څرګنده وه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ په کچه د مطبوعاتو پر ازادۍ د محدودیتونو د لګولو له اړخه کم ساری هېواد دی. په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ له بې رحمانه ځپلو او د طالبانو لخوا د بېلابېلو غږونو له سانسورلو سره هممهاله هغه څه چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څرګند دي، دا دي چې دغه ډله د خپلې څېرې د سپینولو لپاره له زړو او عصري وسایلو کار اخلي او د مخکیني رژیم او د دې ډلې د مخالفو شخصیتونه د څېرو د بد ښولو او په خلکو کې د طالبي افکارو د منلو لپاره یې له ټولو پلیټ فارمونو کار اخیستی دی. د دې ډلې د ولسي دریځ د پیاوړتیا یوه له غوره او اغېزناکو وسیلو د طالبانو د ملاتړ لپاره د مذهبي سټېجونو کارول دي. په هغې له وېرې ډکه فضا کې چې طالبانو په ټول هېواد کې رامنځته کړې ده، که د طالبانو واکمني همداسې دوام وکړي، خلک به په تدریجي ډول د مغزو له مینځلو سره مخ شي او د حق او باطل د توپیر توان به له لاسه ورکړي او په دې صورت کې به طالبان په ډاډه زړه وکړای شي چې د خلکو پر اوږو سپاره شي او هېواد هر هغه لوري ته رهبري کړي چې غواړي یې.
له عصري زده کړو سره د طالبانو مخالفت یو پلان شوی مخالفت دی او د هغې وېرې له امله دی چې دغه ډله یې له دې اړخه لري. دوی پوهیږي چې د هغو خلکو لپاره چې له معاصر فکر سره اشنا کیږي او انتقادي فکر خپلوي خورا سخته ده چې هغه زړې خبرې چې د دین په نوم خلکو ته ویل کیږي، ومني. په دې هېواد کې له ډېرې مودې راهيسې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ تقابل شته او د شخړو لامل شوی دی. مذهبیان ادعا کوي چې معاصرې زده کړې په ځوانانو کې بي دیني، الحاد او له اسلام سره ضدیت ته وده ورکوي. هغوی په ظاهره دا خبره کوي، خو په حقیقت کې کیسه دا ده چې په عصري پوهې د سمبالېدو اړتیا، د مذهبیانو پر خبرو نقد او بیا کتنه او له دلیل پرته د دغو خبرو نه منل دي. په بله وینا، مذهبي مخکښان د خلکو د دین او عقیدې پرتله د خپل مذهبي اقتدار له لاسه ورکول کېدو ته اندېښمن دي. د انتقادي تفکر په ودې او په یوه ټولنه کې د عصري افکارو په نفوذ سره، د مذهبي خلکو اقتدار ورو ورو کمیږي.
د هلکانو او نجونو د دیني مدرسو په پراخېدو او د عصري پوهې د بازار په کمېدو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو سره، د ملایانو خبرې ډیر پېرېدونکي پیدا کوی او هغه خلک چې له پخوا د مذهبي علماوو تر اغیز لاندې دي، د مذهبیانو خرافاتو او چټیاتو ته لا ډېر غوږ نیسي او هره ورځ د پرون پرتله ډېر د زوال او وروسته پاتې والي او جهالت کې په ډنډ کې ډوبېږي. هر بهرنی څارونکی چې دې حالت ته ګوري، زړه ته یې هېڅ شک لاره نه پیدا کوي چې د افغانستان راتلونکی یو تیاره راتلونکی دی. د حیرانتیا خبره نه ده چې هرڅوک له هغه هیواده په تېښته دي چې د هغو مذهبي علماوو لاسته لوېدلی چې هوډ لري دا هېواد منځنیو پېړیو ته ستون کړي.