په امریکا کې د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته، د دغه هېواد جمهوري غوښتونکي ګوند وکړای شول، چې په لږ توپېر سره، د ډموکراټ ګوند په پرتله ډېرې څوکۍ وګټي.
اسوشیټېډ پرس د چهارشنبه پر ورځ، د نوامبر پر۱۶مه، رپوټ ورکړی دی، چې د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند د ۲۱۸ څوکیو په ګټلو سره، د دغه هېواد د استازو جرګې کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
په دې حساب جمهوري غوښتونکي کولای شي، د امریکا د ولسمشر جوبایډن قانوني پروګرامونه ودروي، ځکه په امریکا کې لایحې پرقانون د بدلېدو لپاره لومړی باید د دغه هېواد د استازو جرګې او مشرانو جرګې له ارزونې تېرې شي او بیا د ولسمشر له لوري تصویب شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه بیانیه کې د جمهوري غوښتونکو د بریا مبارکي ورکړې او له هغوی سره یې همکارۍ ته خپل چمتوالی څرګند کړی دی.