طالبانو په بامیان کې یو هلک او نجلۍ په دُرو ووهل

۸صبح بامیان: په بامیان ولایت کې باوري سرچینې وایي، چې د طالبانو محکمې په دغه ولایت کې یو هلک او یوه نجلۍ له واده د مخکي اړیکو په تور په درو وهلي دي.

دغه پېښه د پنجشنبې پر ورځ، د لړم پر ۲۶مه، د دغه ولایت په مرکزکې د «شهید مزاري» په لوبغالي کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، د آرزو او محمد عیسی په نومونو دغه ځوانه نجلۍ او هلک چې په یو بل میین وو، شاوخوا څلویښت ورځې وړاندې د تفریحې او سیل لپاره بامیان ته تللي وو،چې د بند امیر په ملي پارک کې د طالبانو له لوري له واده د مخکې اړیکې په تور ونیول شول او وورسته، پر ۳۹، ۳۹ درو محکوم شول.

د  سخي په مستعار نامه یوه سرچینه وایي، چې دغه حکم په عام محضر کې عملي شو او د طالبانو د چارواکو په ګډون شاوخوا زر کسان یې نندارې ته راټول شوي وو.

سرچینه وایي:« طالبانوهېچا ته اجازه ورنه کړه چې د درو وهلو پرمهال د محمد عیسی او آرزو عکس یا ویډيو واخلي. دوه کسان چې غوښتل یې عکسونه واخلي د طالبانو له لوري ترسملاسي نیول کېدو ورسته، نامعلوم ځای ته ولېږدول شول»

وموغوښتل چې په دې تړاو په بامیان ولایت کې د طالبانو د ځایي چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سره سره پرې بریالي نه شوو.

طالبانو تر دې وړاندې  په نورو ولایتونو هم ځوانان د ورته تورونو له امله په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button