د احمد مسعود په مشرۍ ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې طالبانو په تېر یوه کال کې د پنجشېر له پنځه زره او ۴۰۰ زیات اوسېدونکي د سیاسي دلایلو له امله بندیان کړي دي. ملي مقاومت جبهه د طالبانو له لوري د دغو کسانو نیول، پنجشېريتوب، د دې جبهې کمزوري کول، نسل وژنه، اقتصادي او استخباراتي ګټې بولي. د پنجشېر سیمهییز اوسېدونکي هم تاییدوي چې په هېواد کې د طالبانو واک ته رسېدو راهیسې بیا تر دې مهاله د دې ولایت سلګونه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي شوي او د طالبانو په زندانونو کې پراته دي.
د پنجشېر اوسېدونکي په دې راپور کې د طالبانو د زندانونو ترخې او دردونکې کیسې لري.
د افغانستان د علماوو شورا پخوانی رییس او د ملي مقاومت جبهې غړی مولوی حسام الدین حسام د پنجشېر ولایت د زرګونو اوسېدونکو د زنداني کېدو خبر ورکوي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «یوازې د پنجشېر ولایت پنځه زره او ۴۰۰ سیاسي بندیان دي. طالبان له دې برمته کولو څخه د مقاومت د کمزوري کېدو، نسل وژنې، ناقانونه پیسو اخیستلو او اقتصادي او استخباراتي ګټې اخیستنې لپاره استفاده کوي. د دوی مشخص جرم پنجشېریتوب دی.»
د ملي مقاومت جبهې دا غړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نیولو شویو کسانو له ډلې څومره یې د ملي مقاومت جبهې غړي دي، وویل: «د هیواد ۸۰ سلنه وګړي د طالبانو مخالف دي. مقاومت درې کاري حوزې لري چې نظامي، فرهنګي او سیاسي دي. کیدای شي د دې کسانو یو فیصد د مقاومت نظامي ځواکونه وي.»
هغه زیاته کړه: «د پنجشېر، اندراب، خوست او هزاره خلک د ژبې په جرم، زنداني شوي دي او دا بهیر ورځ تر بلې نورو ولایتونو او قومونو ته هم د غځېدو په حال کې دی.»
مولوي حسام الدین حسام د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو پر اوونیزو میلیوني مرستو هم نیوکه کوي او د کنایې په ډول وايي: «طالبان یوازینی رژیم دی چې تر دې مهاله یې یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر په رسمي ډول ترلاسه کړي دي او یوازینۍ واکمني ده چې دیني، ملي او نړیوال مشروعیت نه لري.»
د پنجشېر سیمه ییز اوسېدونکي هم تاییدوي چې د طالبانو له واکمنۍ بیا تر دې مهاله ددې ولایت سلګونه اوسېدونکي له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي او د طالبانو په زندانونو کې پراته دي. د دوی په وینا، نیول شوي زیاتره کسان له ملي مقاومت جبهې سره هېڅ تړاو نه لري او د «پنجشېریتوب» په خاطر د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د پنجشېر ولایت یو شمیر اوسېدونکي د طالبانو د زندانونو په اړه ترخې او دردونکې کیسې لري. دوی وايي چې طالبان په زندانونو کې زندانیان په وحشتناک ډول شکنجه کوي. عبدالمطلب (مستعار نوم) د پنجشېر ولایت د پریانو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه چې شاوخوا څلور میاشتې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په زندان کې و، وايي: «سلګونه ځوانان، تنکي ځوانان او ان د لوړ عمر خلک د پنجشېریتوب په خاطر د طالبانو په زندانونو کې پراته و. ډیری یې شکنجه کېدل. طالبان زیاتره هغه کسان شکنجه کوي چې له ملي مقاومت جبهې سره په همکارۍ تورن وي. زندانیان په بېلا بېلو ډولونو شکنجه کوي، له برېښنا ورکولو پیل بیا د نوکانو تر ایستلو او نورو پورې.» هغه ټینګار کوي چې ډیری کسان طالبانو د پنجشېریتوب له امله نیولي او زنداني کړي و.
نصیر احمد (مستعار نوم) د پنجشېر بل اوسېدونکی دی. هغه هم د یو څه مودې له پاره په پنجشېر کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې په زندان کې بندي و. نصیر احمد د طالبانو د شکنجو په اړه وايي: «ما په خپلو سترګو ولیدل چې طالبانو د پنجشېر په امنیه قوماندانۍ کې څوکسان چې د ملي مقاومت جبهې سره یې د همکارۍ په تور نیولي و، د یوه پنځه پوړه ودانۍ چت ته چې د پنجشېر د جنايي آمریت مخامخ موقعیت لري، سر په تلاق راځړولي و او هر شیبه یې ګواښل چې اعتراف کوئ او که مو له بام څخه لاندې وغورځوم. دغه راز به یې دې کسانو ته د ورځې څو ځلې زموږ د سترګو پر وړاندې برق ورکاوه.»
نصیر احمد زیاتوي چې لسګونو پنجشېریانو په زندانونو کې د طالبانو تر شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه وايي: «طالبانو پنځه میاشتې وړاندې زما د تره زوی او دوه نور ځوانان زموږ له کلي بوتلل. د تره د زوی مړی مې چې ددې ډلې تر شکنجې لاندې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، یوه میاشت وروسته پیدا کړ او د هغو نورو دوو ځوانانو مو یوازې بوټونه او دستمال تر یوه پلګوټي لاندې پیدا کړل. طالبانو یې چې مړي هلته ایښي و، سپیو خوړلي و. دې ته ورته زیاتې پیښې شوې دي. ډیری وخت زندانیان تر شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي او مړي یې کورنیو ته سپاري، خو له کورنیو یې ضمانت اخلي چې خپل غږ پورته نه کړي.»
د پنجشېر ددې اوسېدونکي په وینا، طالبان ددې کسانو د زنداني کېدو په اړه هېڅ ډول مسوولیت نه مني او د خپلوانو د برخلیک په اړه د زندانیانو کورنیو پوښتنو ته ځواب نه وايي او له نیولو یې منکر وي.
د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دغه راز ادعا کوي چې طالبان له زندانیانو څخه د دوی تر خلاصون وروسته باج اخلي. فروتن (مستعار نوم) د پنجشېر ولایت د رخې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان زندانیان له شکنجې وروسته خپلو محکمو ته سپاري او که چیرې د کوم کس بې ګناهي ثابته شي، د هغوی د خلاصېدو حکم صادروي؛ خو د طالبانو یوشمیر قوماندانان هغوی نامعلوم ځای ته وړي او د هر کس د خلاصېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ پیسې یا وسله غواړي.»
د فروتن یو ورور اوسمهال د طالبانو په زندان کې دی. فروتن زیاتوي چې ورور یې په پخواني حکومت کې نظامي و او د عبدالحمید خراساني له لوري نیول شوی دی. د نوموړي په وینا، په پنجشېر کې د امنیې قوماندانۍ د امنیت پخواني امر عبدالحمید خراساني، ددې ولایت یو شمیر اوسېدونکي له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي او ددې کسانو له کورنیو پیسې او وسله غواړي. د نوموړي په خبره:« هغه کسان چې پیسې او وسله ورکړي، بیرته خوشې کېږي؛ خو کوم کسان چې پیسې او وسله ورنکړي هغوی بیا خراساني د ملي مقاومت جبهه کې د غړیتوب په بهانه د طالبانو استخباراتو ته سپاري.»
خو دا ادعاوې څو ورځې وړاندې په پنجشېر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت پخواني امر عبدالحمید خراساني له لوري رد شوې. خراساني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو ریاست په لارښوونه خلک نیسي.
تر دې مهاله هېڅ سازمان او بنسټ له هغې جملې د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په تیر یوه کال کې ددې اجازه نه ده موندلې چې د زندانیانو د حالت څارلو په موخه د طالبانو له زندانونو څخه لیدنه وکړي.
په دې موده کې یوازې د ګوتو په شمیر بهرني خبریالان د سختو محدودیتونو او په مدیریت شوي ډول، پر دې توانېدلي چې د طالبانو له یو شمیر زندانونو څخه راپور چمتو کړي، خو دا چاره هم د طالبانو په زندانونو کې د مسوولو قوماندانانو په شتون کې ترسره شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ د طالبانو زندانونه د دې ډلې د دوو امنیتي بنسټونو، د سراج الدین حقاني په سرپرستۍ د کورنیو چارو وزارت او د مولوي عبدالحق وثیق په سرپرستۍ د استخباراتو ادارې له لوري اداره کېږي.