۸صبح، کابل: افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکي د پنجشېر د جنګي بندیانو وژلو ته په اشارې ویلي، چې طالبان د خپلو ځواکونو د اقدامونو مسوولیت لري.
افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت یکشنبه د وږي پر ۲۷ د یوه ټویټ په خپرولو ویلي: «دې ته په پام، چې د افغانستان د دفاع وزارت پنجشېر کې له قضایي اخوا وژنو د راپورونو په اړه څېړنې پيل کړې دي طالبانو ته یادونه کوم، چې د خپلو ځواکونو د اقدامونو مسوولیت پرغاړه لري.»
ښاغلي بنت زیاته کړې، چې څېړنې او هر ډول قضایي څارنې باید په رښتیني او په نړیوالو معیارونو برابرې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره طالب جنګیالیو د ملکیانو او جنګي بندیانو پر نیولو، شکنجو او وژلو لاس پورې کړی دی.
تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی د دې په اړه، چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې تازه دي که پخوانۍ او دا، چې د پنجشېر دی یا نه په جدي توګه څېړنې روانې دي.