د ننګرهار د کرنې رياست مسؤلين وايي چې د ننګرهار په درېيو ولسوالیو اچين، دره نور او سپين غر ولسواليو کې په ۵۱۰ جريبه ځمکه باندې د ګلابو بڼونه موجود دي چې له دغو کروندو سږکال ۱۳ میلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ عايد ترلاسه شوی دی.
د دې ولايت د کرنې رياست رئيس انعام الله صافي په وينا، د ګلابو هر جریب ځمکه په منځني ډول تر ٧٠٠ کیلو ګرامه ګلانو حاصل ورکوي چې په وري میاشت کې ګل ورکول پیلوي او ٣٥ ورځې ګلان ترې راټولوي.
ګلاب د ننګرهار په هغو ولسواليو کې ښه حاصل ورکوي چې هوا یې سړه او د سمندر له سطحې یې لوړوالی زیات وي.
د مسؤلينو په وینا، د ګلابو په دې کروندو کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د ګلابو بڼ لرونکي هم د ګلابو له کرکېلې خوښي څرګندوي او وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلابو کرکېله ورته هم اسانه ده او هم ښه عايد ترې ترلاسه کوي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د ګلابو د عطرو دوه کارخونې فعالیت کوي چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي او بيا ترې عطر توليدوي.
اورځلا او افغان رووز (Afghan Rose) هغه دوه کارخونې دي چې په ننګرهار کې له ګلابو او نارنجو څخه عطر توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.