۸صبح، کابل: د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د ګډ امنیتي تړون (CSTO) او د شانګهای د همکارۍ (SCO) سازمانونو د امنیتي چارواکو شپږمه کلنۍ ناسته په قرغزستان کې پیل شوه.
د دواړو سازمانونو د امنیت شورا د مشرانو دغه کلنۍ ناسته جمعه، سلواغې پر ۲۷مه په بشکیک کې پیل شوې ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ ، د روسیې د امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشیف له افغانستانه د تروریستي ګواښونو د مخنیوي لپاره د دواړو سازمانونو پر ګډو هڅو ټینګار کړی او د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
پاتروشیف همداراز ویلي چې په افغانستان کې بې ثباته وضعیت د نړۍوالو تروریستانو له فعالیتونو سره چې لویدیځ یې ملاتړ کوي، تړاو لري.
هغه زياته کړې ده: «د افغانستان له لوري ټولو يادو شويو ګواښونو ته په پام سره، اړينه ده چې خپلو هېوادونو ته د بې ثباتۍ د صادرېدو د مخنيوي لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونيول شي.»
یاد روسي چارواکي په پولو کې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو په نیولو، د ترهګرو سازمانونو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو تبادلې، د هغوی د تمویل لارو د بندولو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د زیاتوالي په اړه د دواړو سازمانونو ګډې هڅې او دغې موخې ته د رسېدو لپاره مهم بللي دي.
د دغې ناستې غړو د سیمې امنیت د ټینګښت لپاره د یو سولهییز، متحد او خپلواک هېواد په توګه د افغانستان پر پراختیا ټینګار کړی او د دغه هېواد د ټرانزیټ ظرفیت ته یې هم اشاره کړې ده.
د ویلو ده چې په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، هند، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان د امنیت شورا مشرانو ګډون کړی.
د شانګهای د ګډو امنيتي تړونونو سازمان د امنيت شورا د مشرانو پنځمه ناسته د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې مسکو کې ترسره شوې وه.