۸صبح، کابل: د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وايي چې مسکو د نړۍ د نورو هېوادونو په شان ترجېح ورکوي چې له نږدې وضعیت وڅاري او وویني طالبان په افغانستان کې څه کوي، په دې هېواد کې د واک وروستی جوړښت څه ډول بڼه خپلوي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د رپوټ له مخې، هغه دا څرګندونې د طالبانو د استازو د بلنې په هکله د مسکو د نیت په اړه خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د کرملین ویاند ویلي چې روسیه ترجیح ورکوي، د نړۍ د نورو ډېری هېوادونو په شان د طالبانو کړنې وڅاري.
دیمیتري پسکوف ټینګار کړی چې روسیه د ورکړل شویو ژمنو د عملي کېدو بهیر ته ګوري او هغه له نږدې څاري.
رپوټونه ورکړل شوی چې ټاکل شوې د طالبانو استازي مسکو ته سفر وکړي. د طالبانو استازو له دې مخکې هم په ځلونو روسیې ته سفرونه کړي دي.
د زمري په ۲۴مه نېټه د محمد اشرف غني د حکومت له سقوط او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې د روسیې سفارت له هغو ګوتو په شمېر سفارتونو څخه دی چې تراوسه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان او چین له استازو سره په ګډه په کابل کې د طالبانو له رییس الوزرا ملامحمد حسن آخند سره کتلي دي.
له دې مخکې، پوتین د طالبانو او روسيې ترمنځ د همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی و. روسیه په افغانستان کې د لوېدیځ په تېره بیا د امریکا پر سیاستونو له نیوکه کوونکو هېوادونه څخه دی. دغه هېواد په ځلونو د منځنۍ آسیا هېوادونو پرخلاف د داعش د ګواښونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.