۸صبح، کابل: د ټوليز امنیت د تړون سازمان (CSTO) د دفاع وزیرانو غونډه په بلاروس کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو افغانستان د بې ثباتۍ مرکز وباله او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې اندېښنه وښوده.
شویګو دغه څرګندونې نن (پنجشنبه د غبرګولي ۴ مه) د بلاروس په پلازمېنه میسنک کې د ټوليز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کړې دي.
شویګو ويلي دي: «واشنګټن پلان لري چې په افغانستان کې د ناقانونه وسله والو ډلو له امکاناتو د سیمې د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي»
نوموړي افغانستان د بې ثباتۍ مرکز بللی او خبرداری یې ورکړی چې د ټوليز امنیت د تړون د غړو هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې ترهګرې ډلې دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې خپل مورچلونه د پام وړ پیاوړي کړي دي.
هغه زیاته کړې: «موږ باور لرو چې امریکا غواړي د دغو ترهګرو سازمانونو له امکاناتو په استفادې سره په سیمه کې وضعیت بې ثباته کړي. د دې موخې لپاره، افغانستان ته په منځني ختیځ کې تر کنټرول لاندې بانډونو د جنګیالیو بیا ليږل او ځای پرځای کول پلان شوي دي.
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزیر ویلي، چې د ناټو هېوادونه د دې پر ځای چې په بېړه له وتلو وروسته، د افغانستان د بیارغونې هڅه وکړي، په بېلابېلو بڼو هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا او د ټوليز امنیت د تړون د غړو هېوادونو په فضا کې حضوړ پيدا کړي.
دغه روسي چارواکي ویلي دي، چې ښايي په راتلونکي کې دغه ډلې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي.
خو هغه د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره پر پرلپسې او همغږو هڅو ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، چې ګډو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تمرینونو ته دې جدي پاملرنه وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې طالبان تل ادعا کوي، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
تر دې وړاندې هم شویګو په وار وار امریکا د سیمې په بې ثباته کولو تورنه کړې ده.