۸صبح، پروان: ځايي سرچینې د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
دا لویه لار نن یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه له غرمې وروسته د درنې وارې ورېدو او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
طالبانو هم د دې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
هغوی له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.
روان ژمی دا درېیم ځل دی چې دا لویه لار د واروې ورېدو او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.
ورته مهال، په بامیان کې د طالبانو د ټولګټو ریاست د دغه ولایت له مرکز سره د دوو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له پرون راهیسې د بامیان له مرکز سره د پنجاب او ورس ولسوالیو لارې د درنې واورې ورېدو او توپان له کبله تړل شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، د حاجيګګ پر لاره د کابل – بامیان سړک هم د تګ راتګ پرمخ تړل شوی دی.
بلخوا، د بدخشان د پنځو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم د درنې واورې ورېدو له کبله تړل شوې دي.