۸صبح، غور: په غور کې ځايي طالب چارواکو د ترافیکو پرمخ د کابل – غور لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
په غور کې د طالبانو ټولګټو ریاست شنبه د وري پر ۱۱مه ویلي چې کابل – غور لویه له بیګاه شپې راهیسې د بُکک کوتل په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
نوموړي ریاست زیاته کړې چې د دغې لارې د پرانېستلو لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په بُکک کوتل کې د واورې ورښت له کبله لسګونه مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د غور په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د ورښت شاهدان و او په ځينو ولایتونو کې له بیګاه شپې راهیسې واوره هم ورېږي.