۸صبح، کندز: سمنګان کې د پاسپورټ مدیریت چارواکي وايي، تېرو دوو اوونیو کې یې له اووه میلیونو افغانیو زیات عواید راټول کړي دي.
د سمنګان د پاسپورت مدیریت ویلي، تېرو دوو اوونیو کې یې یو زر او ۳۰۰ پاسپورټونه طی مراحل کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې سمنګان کې د روان کال د لیندۍ پر اتلسمه د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو.
د پاسپورټ وېش د طالبانو سرپرست حکومت ته د عاید ښه سرچینه ده او د دغه بهیر په چټکتیا زیات عواید ټولوي.