د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یونان ته له سفر وروسته د خاشقجي د قتل له مودې راهیسې د لومړي ځل لپاره فرانسې ته دننه شوی دی.
فرانسه يي رسنیو چهارشنبه د جولای پر ۲۷ راپور ورکړی، چې محمد بن سلمان د یونان پلازمېنې اتن ته له سفر وروسته فرانسې ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې هغه سه شنبه د جولای پر ۲۶ یونان ته سفر کړی و او په خپل سفر کې یې له میتسوتاکیس محافظه کار دولت سره د اقتصادي، کلتوري او په ځانګړې توګه د انرژي په برخه کې د دوو اړخیزو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.
ویل کېږي، چې په دې سفر کې څو وزیران او لوی سوداګریز پلاوی هم د محمد بن سلمان ملتیا کوي.