د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د لویدیځې اروپا مدیر دغه وزارت ته په تهران کې مېشت د بریتانیې، فرانسې او جرمني سفیران احضار کړي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزرات یکشنبه د اپریل پر ۱۴مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د بریتانیا سفیر سایمون شرکلیف، د فرانسې سفیر نیکلا رش او د جرمني سفیر هانس اودو موتسل په جلا جلا ډول احضار شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو رغنده او اغېزمنو ګامونو سره څرګنده کړه چې تل د ممکنه ظرفیتونو د کارونې له لارې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي هڅو په لټه دی.»
د خبرپاڼې په حواله، پر اسراییلو د ایران د برید په غبرګون کې د یو شمېر بریتانوي، فرانسوي او جرمني چارواکو د «نامسوولانه دریځ» نیولو له کبله د دغو هېوادونو سفیران احضار شوي دي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د اسراییلو د پوځي اډو پر وړاندې د ایراني وسلهوالو ځواکونو دا ګام د «مشروع دفاع حق» په چوکاټ کې پورته شوی دی.
پر اسراییلي خاورې د ایران غچ اخیستونکو توغندیزو بریدونو وروسته په منځني ختیځ د یوې نوې جګړې پېلېدو ته اندېښنې ډېرې کړې دي.
بېلابېلو هېوادونو بیا دا بریدونه غندلي او له اړخونه یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت بیا پر اسراییلو د ایران برید «مشروع دفاعي اقدام» بللی دی.