د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د پنځمې ورځې لپاره هم د باروړونکو موټرو پر تګ راتګ تړلې وه. پاکستاني دولت ویلي چې له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو درلودل اړین دي. د پاکستان د نوې پرېکړې له مخې، له دې وروسته دې د باروړونکو موټرو افغان چلوونکي ویزه او پاسپورت ولري. افغان سوداګر بیا وايي چې موټر چلوونکو ته د ویزې او پاسپورټ لرل ګران دي او ډېر وخت غواړي. د هغوی په خبره، په لنډ وخت کې د پاسپورټ او د پاکستان ویزې اخیستل ممکن نه دي او په خبره یې که پاکستان د ننوتلو اجازه ورنه کړي، د میوو په ګډون به یې ځينې توکي خوسا شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي چې پاکستان ته د ننوتلو لپاره د ویزې درلودو شرط امنیتي موضوع ده او په خبره یې، په هر بیه یې عملي کوي. ورته مهال بیا د اقتصادي چارو پوهان وايي چې پاکستان خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره اقتصادي مسایل د فشار په توګه کاروي او په دې توګه غواړي د ازادو قبایلو تګ راتګ ختم کړي.
پاکستان پنځه ورځې وړاندې د افغانستان د باروړونکو موټرو پر مخ تورخم وتاړه او د دغو موټرو له چلوونکو یې وغوښتل چې دې هېواد ته دې د رسمي اسنادو له مخې سفر وکړي. دغه هېواد ویلي چې له دې وروسته چاته له ویزې او پاسپورت پرته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
له هغې وروسته چې پاکستاني اړخ د افغان باروړونکو موټرو پر چلوونکو د ویزې شرط جبري کړ، طالبانو هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.
ورته مهال بیا پاکستاني رسنیو ویلي چې د تورخم د پرانیستلو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پاېلې پای ته ورسېدې. د پاکستاني رسنیو د راپور په حواله، دواړه خواوې کومې هوکړې ته ونه رسېدل او اسلاماباد ویلي چې له ویزې
پرته، موټر چلوونکو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی چې طالبانو د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ چارو ځنډول د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو ژمنو خلاف بللي او ټينګار یې کړی چې دا ګام یو اړخیز او له وړاندې خبرولو پرته شوې ده. دغې رسنۍ د تورخم په ګمرک کې د یوه پاکستاني چارواکي په حواله ویلي چې د تازه میوو پلورونکو ته یې سپارښتنه کړې څو خپلې میوې بېرته پېښور ته یوسي؛ ځکه اټکل کېږي چې موټر چلوونکو ته د ویزې ستونزه ښايي په بېړه حل نه شي.
پاکستان له دې وړاندې هوکړه کړې وه چې د باروړونکي موټرو چلوونکي کولای شي له ویزې پرته د پېژندپاڼې په درلودو دواړه خواوو ته تګ راتګ وکړي.
له بلې خوا د باروړونکو موټرو پر وړاندې د تورخم له تړل کېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د دغې خونې د چارواکو په خبره، پاکستان خپلې ټولې لارې د باروړونکو موټرو او ترانزیت پرمخ تړلې دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي چې د دغې چارې له کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته مالي زیان اوښتی دی. نوموړي زیاته کړې: «دا بندېدل نه یوازې سوداګرو ته مالي زیان اړوي، بلکې په بازارونو کې د توکو بیې لوړوي او خوراکي توکي خوسا کېږي.»
ورته مهال د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې راپور ورکړی چې د تورخم له تړل کېدو سره دواړه خواوو ته له ۸۰۰ تر ۹۰۰ باروړونکي موټر او کانتینرونه ایسار دي؛ په داسې حال کې چې د دغه بنسټ مرستیال فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دواړه خواوو ته شاوخوا درې زره باروړنکي موټر ایسار پاتې دي.
پاکستان داسې مهال د باروړونکو موټرو پر چلوونکو د ویزې شرط جبري کړی چې ځینې افغان سوداګر وايي، په بېړني ډول د پاسپورټ او ویزې چمتوکول ګران دي. د هغوی په خبره، د پاکستان د ویزې ترلاسی میاشتې وخت نیسي او افغانانو ته د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله د پاسپورټ اخیستل هم پر یوې هیلې بدل شوی.
بریالی (مستعار نوم) یو سوداګر دی. نوموړي د سوداګرو د حقونو د دفاع برخه کې طالبان ناکام بللي. د نوموړي په خبره، طالبان له پاکستان سره د ډېرې تړلتیا له کبله نه شي کولای د خپل ملاتړي پر وړاندې چې له شلو کالو ډېر یې «ډوډۍ ورکړې او سمبالونه یې کړې، غږ پورته کړي.»
بریالي د باروړونکو موټرو ایسارېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «په ډېرو موټرو کې تازه میوې او ترکاري بار دي. ډېر توکي خوسا کېدونکي دي که پاسپورت او ویزو ته کېنو، هر څه خوسا کېږي او له کاره لوېږي.»
پاکستان په تېرو کلونو کې هم په وار وار د افغانې توکو پر مخ تورخم تړلی او له دې یې سیاسي ګټه اخیستې ده. دغه هېواد څه موده وړاندې هم لس ورځې پر افغان سوداګرویزو توکو دا لار وتړله او په کراچۍ بندر کې یې د سوداګرو سوداګریز کانتینرونه ایسار کړل او پر هغو یې لوړې ګمرکي تعرفې ولګولې.
ورته مهال بیا د اقتصادي چارو کارپوهان د پاکستان دا ګام سیاسي بولي او ټينګار کوي چې دا هېواد خپلو سیاسي موخو ته د رسېدا لپاره له سوداګرۍ او ترانزیت څخه د وسیلې په توګه کار اخلي. د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د پاکستان د ستونزو لوی لامل، سیاسي دی. نوموړی زیاتوي: «د دې ستونزې ترشا لویه خبره پرته ده. د پخواني حکومت د کمزورۍ له امله، پاکستانیانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې چې تر ډېره د دواړو لوریو قبایل پکې اوسېږي، اغزن سیم وغځاوه، په داسې حال کې چې د پخوانیو توافقاتو پر بنسټ، دا سیمې ازاد قبایل شمېرل کېږي او دواړه خواوو ته یې تګ راتګ ازاد و.»
ښاغلی حافظي وايي: «پاکستان هڅه وکړه چې ډېورند کرښه رسمي کړي، پر همدې بنسټ د ازادو قبایلو سیمې چې وړاندې د پاکستان تر ولکې لاندې نه وې او یو ډول خودمختاره وې، د خپلو اداري او مالي قوانینو تر چتر لاندې راوستې او پر هغوی یې د خپل ملي حاکمیت حق پلی کړ. اوس پر ویزو ټينګار کوي؛ ځکه وايي ډيورند کرښه دې په رسمي ډول ومني او نور د ازادو قبایلو عمر ختم شوی دی. دا ستونزه پر سوداګرۍ او اقتصاد ناوړه اغېز لري او منفي اغیز یې نه یوازې پر افغان سوداګرو او کسبګرو دی؛ بلکې پاکستانۍ اړخ هم زیان کوي.»
دغه اقتصادي کارپوه زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي ستونزو هواری بنسټیزه حللار ده. د نوموړي په خبره، افغانستان نړیوالو اوبو ته د رسېدا لپاره پاکستان ته اړتیا لري او دا دوه هېوادونه ګډه اقتصادي جغرافیه لري او نه شي کولای له یو بل پرته ارزانه او ښه توکي په لږ وخت او کم مصرف سره ترلاسه کړي.
ښاغلی حافظي ټينګار کوي: «سوداګر د ناوړه سیاستونو له کبله چې په روښانه بڼه نه اعلانېږي او پټ دي، زیانمن کېږي او د سیاسي ستونزې تر هواري به د ترانزیت ستونزه هم د اوږد مهال لپاره نه شي حل کېدای.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستاني رسنیو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په حواله ویلي، پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ، مسافرتي اسنادو له درلودلو سره تړلي دي. نوموړي ټينګار کړی چې پاکستان ته د ننوتلو لپاره د ویزې درلودلو شرط امنیتي موضوع ده او په خبره یې، دا پرېکړه په هره بېه پلي کېږي.