۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي.
دا پېښه سهشنبه د کب پر لومړۍ له غرمې وروسته د سمنګان – بلخ پر لویه لار د کرولا او پاسو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په مړو شویو کې دوه مېرمنې او یو ماشوم هم دی. دغه راز په دې پېښه دوه کسان ټپيان شوي دي.
ویل شوي چې د دې پېښې قربانیان د سمنګان او بلخ اوسېدونکي و.
د ټپيانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.
ورته مهال، په سمنګان کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت بیا د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټروانانو بې احتیاطي ښودلې.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.
پرون په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شول.