۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د روغتیایي کارکوونکو اعتراضونه، د عامې روغتیا رییس پورې تړلو وسله والو کسانو له غبرګون سره مخ شوې دي. هغوی ادعا کوي چې د سمنګان عامې روغتیا رییس پورې تړلو وسله والو کسانو، اعترض کوونکي وهلي ټکولي دي. همداراز ادعا کوي چې هغوی په انفکاک ګواښل شوی دي. خو د سمنګان د عامې روغتیا رییس د ډاکترانو د وهلو او ټکولو ادعا ردوي او زیاتوي چې اعتراض کوونکو «اصول» تر پښو لاندې کړي دي.
یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د سمنګان ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي د میاشتنیو حقوقو د نه ورکولو له امله، په شهید اکرام الدین روغتون کې اعتراض پیل کړ او د «موږ د خوړولو ډوډۍ نلرو» شعار ورکولو سره د خپلو شپږ میاشتنیو معاشونو ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه اعتراضونو په تاوتریخوالي واوښتل او د سمنګان د عامې روغتیا رییس پورې تړولو وسله والو کسانو، اعتراض کوونکي ووهل.
سرچینه زیاتوي چې د سمنګان د عامې روغتیا رییس اعتراض کوونکي ګواښلي او خبرداری یې ورکړی چې د داسې اعتراضي غونډو د تکرار په صورت کې به، ددغه ریاست له خوا له دندې وایستل شي.
یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم يې په رپوټ کې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دولت د هغوی د شپږ میاشتو معاش او د یوه کال اضافه کارۍ پیسې یې نه دي ورکړې او ډاکتران د ژمي په موسم کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د سمنګان د روغتیایي برخې کارکوونکو او ډاکترانو اعتراض د هغوی ستونزو ته عامې روغتیا د وزارت پام رااړولو لپاره رامنځته شوی و، خو د ساعتونو په تمه کېدو وروسته، د سمنګان د عامې ورغتیا رییس دوی تهه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
په همدې حال کې د ډاکتر اکرام الدین روغتون یوه روغتیایي کارکوونکې، فوزیه یوسف زۍ، وایي چې خاوند یې دولتي دنده لرله، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، وزګار شوی او اوس د خپل کور یوازینۍ ډودۍ راوړونکې ده. د مېرمن یوسف زۍ په وینا، هغه پینځه اولادونه لري چې د خپلې مور د معاش په تمه دي تر څو په ژمي کې ګرمې جامې ورته برابرې کړي. مېرمن یوسف زۍ زیاتوي چې که د طالبانو چارسمبالی حکومت هغوی ته معاش نه ورکوي، هغوی ته دې ځواب ورکړي تر څو د ژوند کولو لپاره یوه بله لاره وټاکي.
په همدې حال کې په سمنګان ولایت کې یوه شمېر مدني فعالان، له ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو سره ددغه ولایت د عامې روغتیا ریاست کړنه غندي او وایي چې د وګړ د حق غوښتنې غږ ته نباید د وسلې په میل سره ځواب ورکړل شي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي هم په مرکز کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت له مسوولینو غواړي چې د هغه کسانو حقوق چې په ټولنه کې خدمت کوي ورکړی. د هغوی په وینا، ډاکتران د ټولنې خدمت کوونکي دي او د هغوی د کار درېدل د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د اندېښنې لامل ګرځي.
د سمنګان د عامې روغتیا رییس، محب الله بهاري، بیا د ډاکترانو د وهلو ټکولو او ګواښلو ادعا ردوي. په دې لړ کې هغه وايي چې ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د اعتراض اصول په نظر کې نه دي نیولي او له دې اعتراضونو څوک خبر نه و. ښاغلی بهاري، اعتراض د هر وګړي حق بولي، خو ټینګار کوي چې چې ددغه حق د ترلاسه کولو لپاره، «اصول» باید تر پښو لاندې نشي.
د سمنګان د عامې روغتیا رییس مني چې په دغه ولایت کې د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي، خو وایي چې ددې ستونزې د اوارولو لپاره یې، د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو ته غوښتنې لېږلې دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې د سمنګان سیمه ییزو چارواکو د ملکي خدماتو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی و چې معاشونه یې ورکول کیږي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده پلي شوې.