۸صبح، کابل: د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوي، چې کابو دوه سوه طالبان له کندهار او مشرقي ولایتونو څخه دغه ولایت ته ورغلي دي.
دغو سرچینې نن جمعه د غويي پر شپاړسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا طالبان د اختر پر درېيمه او څلورمه فیض اباد ته رسېدلي دي.
د سرچینو په وینا، لومړی بدخشاني طالبانو هغوی بې وسلې کړي وو؛ خو د سیمه ییزو چارواکو په منځګړیتوب یې وسلې ورکړل شوې او اوس د ځايي طالبانو مېلمانه دي.
ځینې سرچینې وايي، چې نن هم د کندهاري طالبانو څو موټره بدخشان ته ورغلي دي.
له بلې خوا، د طالبانو سرچینې وایي، چې دا کسان د سیاحت او تفریح لپاره فیض اباد ښار ته تللي او څو ورځې وروسته بېرته کابل ته راستنېږي.
د بدخشان ځینې مشران چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، وایي چې دا کسان به په بدخشان کې ځای پرځای شي او له نورو سیمو به نور طالبان هم دغه ولایت ته ورشي.
دوی وایي، چې د طالبانو مشرتابه له پښتنو پرته پر نورو باور نه لري او ښايي یو شمېر بدخشاني طالبان بې وسلې کړي.
سرچینو همداراز ویلي، چې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین چې د شمالي سیمو د طالبانو په استازیتوب دغه مقام ته رسېدلی، اوسمهال عمرې ته تللی دی.
د دوی په وینا، د طالبانو لوی درستیز غواړي، د دې ډلې د مشرانو د رضایت لپاره ځان د طالبانو له خپلمنځي لانجو لرې وساتي.