۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د زیاتې واورې د ورښت له امله، له فیضاباد ښار سره د ۷ ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
سرچنیو جمعه د سلواغې پر یوویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته د بدخشان له مرکزسره د یادو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د بندیدو خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د نسي، شکي، شغنان، راغستان، راغ ها، ارغنچ خواه، واخان ولسوالیو او د ښیوې سیمې لارې له تېرې شپې راهیسې تړل شوې دي.
د سرچینو په وینا، د اغاخان د دفتر د ژغورنې ډلې سیمو ته د لارو د بېرته پرانېستو کېدو لپاره تللي دي.
د دغو لارو په تړل کېدو سره، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوي دي.
ویل کیږي، چې دوه ورځې وړاندې د بدخشان راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښویدنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ.