۸صبح، بدخشان: د بدخشان سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د سرو زرو د یو کان د چت د لوېدو له کبله یو کان کېندونکی مړ شوی دی.
دا پېښه سېشنبه د وري پر ۲۸مه له غرمې وروسته د یفتل پایان ولسوالۍ په «چیابک» کلي کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا کان کېنونکى عبدالمتين نومېده او په سليم مشهور و.
نوموړی د سرو زرو په کان کې پر کيندلو بوخت و چې چت پرې پرېوتی دی.
سلیم دوه میاشتې دمخه واده کړی و او تر اوسه پورې د هغه د مړي را ایستلو هڅې ناکامې شوې دي.
تر دې دمخه هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دې ته ورته پېښې شوې وې.
غیر معیاري کان کېندنه د داسې پیښو یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.