۸صبح، کابل: د طالبانو د غړو ترمنځ د اختلافاتو له راڅرګنېدو وروسته، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، چې د طالبانو غړي که سره موافق وی او که نه وي، د «امیر» اوامرو ته غاړه ږدي.
شېرمحمد عباس ستانکزي جمعه د سلواغې پر ۲۹ کابل کې د یوې دیني مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې د دې ډلې د بریا یو راز دا دی چې «یو صف دي» او هېڅوک «ستونزې» نه جوړوي.
هغه زیاته کړه: «موږ له خپل امیر سره بیعت کړی دی. کومه پرېکړه چې هغه کوي، موږ یې اطاعت واجب ګڼو.»
ستانکزي یادونه وکړه: «امریکایانو په میلیونونو ډالر ولګول، چې د طالبانو د غړو ترمنځ درز رامنځته کړي، خو بریالي نه شول.»
دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د دې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د طالبانو پر مشرتابه د «د واک انحصار» او د نجونو د تعلیم په برخه کې نیوکې کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د دغو اختلافاتو شتون رد کړی دی.