۸صبح، کابل: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د نرګس سادات او اسماعیل مشعل د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد مدنی فعالان په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان له سختو ستونزو او ناوړه وضعیت سره مخ دي.
دغه کمېسیون شنبه د سلواغې پر ۲۹ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د طالبانو له خوا خپلسرې نیوني د افغانستان د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلې دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون زیاته کړې، چې د مدني فعالانو نیول کېدل د افغانانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زیاتوي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې ژرترژره ټول نیول شوي مدني فعالان له خپلو زندانونو خوشي کړي.
د دغه کمېسیون په وینا مدني فعالیتونه د هر وګړي اساسي حق دی او هېڅ سیاسي او دولتي جوړښت حق نه لري چې دغه حق تر پښو لاندې او محدود کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بشري حقونو په برخه کې له فعالو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو غږ واوري او د سیاسي او مدني نیول شويو کسانو د حقونو لپاره جدي اقدام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اسماعيل مشعل موده وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز پر ضد د لاريون په تور نيول شوى.
له هغه وروسته نرګس سادات د طالبانو له خوا د کابل په پل سرخ سیمه کې په یوه امنیتي پوسته کې ونیول شوه.