۸صبح، هرات: د محمد اشرف غني حکومت له سقوط او په غور ولایت کې د رسنیو د فعالیت له درېدو وروسته، ددغه ولایت یو شمېر خبریالان د خپلو مالي لګښتونو د پوره کولو لپاره سخت کارونه کوي.
د غور سیمه ییز خبریال ذبیح الله وفا، چې اوه کاله د خبریالۍ تجربه لري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې له بدلونونو وروسته اړ شوی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خښتو د تولید کار ته مخه کړي.
د هغه په وینا، د غور زیات شمېر سیمه ییز خبریالان په تېرو څو ورځو کې دې ته اړ شوي چې د وزګارۍ له امله په قاچاقي ډول ایران ته د کار لپاره ولاړ شي او ځینې خبریالان او د رسنیو فعالین هم په دغه ولایت کې سخت فزیکي کارونه کوي.
د غور دغه سیمه ییز خبریال وايي: «ما خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس وزګار یم، زه او یو شمېر نور خبریالان د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت کارونه کوو، په غور کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی.»
د غور د رسنیو یو فعال احمد شاه موحد هم وايي چې په وروستیو ورځو کې کابو ۱۴ سیمه ییز خبریالان وزګار شوي او شمېر نور خبریالان هم ښايي د مالي ستونزو له امله له رسنیو وایستل شي.
هغه زیاته کړه چې د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، اقتصادي ستونزې په غور کې د سیمه ییزو خبریالانو په وړاندې لويه ننګونه ده او ښایي زیات شمېر نور خبریالان هم د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي.
غور د هېواد له محرومو ولایتونو څخه دی، په دغه ولایت کې خبریالانو او د رسنیو فعالینو په تېرو کلونو کې هڅه کړې چې شته ستونزې منعکسې او د ستونزو د اواري لپاره عدالت غوښتنه وکړي.
په هېواد کې د خبریالانو وزګاره کېدو او د رسنیو د فعالیت درېدو د خبریالانو، د رسنیو د فعالینو او له رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
- له دې مخکې د ژورنالیستانو ټولنې ویلي و چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې کابو ۶۷ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.