۸صبح، کابل: د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې پوځي عملیات یې له افغانستان او چین سره په ګډه پوله کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پیل کړي دي.
رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې دغه عملیات په «ګورنو – بدخشان» ولایت کې له افغانستان او چین سره د تاجیکستان پولې ته نږدې پيل شوي دي.
دغه عملیات د تاجیکستان بدخشان ولایت مرکز کې د تاجیکستان امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته پیلېږي. په دې نښته کې یو تن وژل شوی او یو شمېر تاجیکي پوځیان ټپیان شوي دي.
پرون د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې «یوه ډله ناخبره ځوانانو په ټولیز امنیت کې د خنډ جوړولو» په موخه د دغه هېواد د بدخشان د محکمې پر ودانۍ وسله وال برید کړی دی.