د «سامانیانو د عالي تعلیماتو لېسه» له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې د افغان کډوالو د ښوونې او روزنې په موخه جوړه شوه. په تېرو دوو لسیزو کې د دې لېسې لګښتونه پخوانیو افغان دولتونو ورکول او د افغانستان د پوهنې وزارت نصاب پکې پلی کېده. دا لېسه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ګڼو مالي ننګونو سره مخ شوې ده. تازه دا ښوونځی په هغې ودانۍ کې چې فعالیت یې کاوه، د کرایې په ورکولو کې پاتې راغلی. له همدې کبله دا لېسه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت انګړ ته لېږدول شوې ده. تېره اوونۍ د دې ښوونځي دروازې د ودانۍ د کرایې په ورکولو کې د پاتې راتلو او پورونو له کبله، د افغان کډوالو زدهکوونکو پر مخ وتړل شوې. دمګړۍ د دې لېسې زدهکوونکي چې ډېره برخه یې نجونې دي، په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د انګړ په اداري دفترونو کې پر زدهکړو بوخت دي. ځينې له دې حالته اندېښمن دي او زیاتوي چې د پخواني حکومت له چارواکو سره د ډېرو امکاناتو سربېره، بیا هم د دې لېسې حالت تر دې ځایه راورسېد چې له مجبورۍ یو ډيپلوماتیک ځای ته ولېږدول شوه او د چارو دوام یې هم ناڅرګند ښکاري.
د «سامانیانو د عالي تعلیماتو لېسې» مدیره ناجیې ظاهر له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې مالي او اقتصادي ستونزې یې لرلې او د لېسې د ودانۍ کرایه یې نه شوای پرې کولای. هغې په تاجکستان کې د افغان سفیر له دې کړنې هرکلی کړی او زیاته کړې ده: «دا ځای موږ ته یو وړوکی افغانستان دی او ډېر خوشحاله یو چې د افغان کډوالو لپاره د زدهکړو بهیر په ټپه ونه درېد.»
په داسې حال کې چې د دغه ښوونځي مدیره د افغانستان سفارت په انګړ کې د دې لېسې د فعالیت د دوام د څرنګوالي په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې پر پوښتنو غوسه شوه، ویې ویل چې دمګړۍ په دغه ښوونځي کې ۳۰ ښوونکي ۲۲۰ زدهکوونکو ته درس ورکوي. نوموړې زیاته کړه چې د تګ راتګ له کبله د زدهکوونکو شمېر بدلېږي رابدلېږي او ثابت حالت نه لري.
بلخوا، په تاجکستان کې د پخواني دولت سفیر محمد ظاهر اغبر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوو کالو او ۸ میاشتو کې دغه سفارت له هېڅ «نړیوال بنسټ او استخباراتي سازمان» څخه څه نه دي ترلاسه کړي او «وخت ناوخت» یې ملګرو د ښوونځي د کرایې، د کمپيوټرونو د پېر او د دغه ښوونځي لپاره د نورو تجهیزاتو مرسته کړې ده. نوموړی ټينګار کوي چې په دې چارې ګرانه وه او له «لاس اوږدولو» څه نه جوړېدل او په خبره یې، د زړه سوی له کبله یې دا ښوونځی په دوشنبه کې د سفارت انګړ ته ولېږداوه.
اغبر زیاتوي: «اوس هغه وخت نه دی چې سفیر د سفارت اکټ وکړي. کله چې په کور کې ښه شرایط ولرو، باید داسې اسانتیا رامنځته کړو او سفارت خو بیا وړوکی افغانستان دی. زموږ دا مقاومت [د زدهکوونکو زدهکړه] یو ارزښتناکه مقاومت دی، نندارییز نه دی. کله چې مو د اولادونو پرمخ د ښوونځي دروازه تړل کېږي، څنګه نه شو کړای له یوه ښوونځي ساتنه وکړو؟»
ښاغلي اغبر د ځانګړي خوځښت له نوم اخیستو پرته وايي: «نورو کسانو چې مسوولیت واخیست یا وانخیست، د هغوی مسوولیت نه و او دا زما مسوولیت و. صنفونه او هغه وسایل چې ښوونځي کې مو کارول، د سمو، مسلکي او امنیتي تدبیرونو په نیولو سره مو سفارت ته ولېږدول. کله چې درسي خونو ته لاړم، نه شم کولای د زدهکوونکو احساس درته بیان کړم. ویل یې سمه ده چې موږ په هغه ښوونځي کې و؛ خو نن داسې انګېرو چې په خپل کور [وطن] کې یو.»
ښاغلي اغبر ټينګار کړی چې د هغوی پر وړاندې به هېڅ ډول ستونزه رامخته نه شي او په خبره یې، زدهکوونکو ته به ښې اسانتیاوې برابرې کړي، داسې چې په تېرو درېیو ورځو کې څلورو استادانو تیاری ښودلی چې په وړیا توګه زدهکوونکو ته تدریس کوي.
د افغان دولت پخواني سفیر په یو ډيپلوماټيک ځای کې د دغه ښوونځي د فعالیت د دوام په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «۴۲ کاله عمر مې په نظام او مبارزې کې تېر شوی دی. د تاجکستان له ټولو مسوولانو سره مې سلا وکړه، مکتوب مې واستوه او موافقه مې یې واخیسته او په دې برخه کې به ستونزه نه رامنځته کېږي.»
ورته مهال د تاجکستان په دوشنبه کې د «احمدشاه مسعود بنسټ» وايي چې د سامانیانو ښوونځي د مسوولانو په غوښتنه یې تیاری ښودلی چې پوررونه یې پرې کړي او په راتلونکې کې هم د ښوونځي د ظرفیت لوړولو لپاره همکاري وکړي.
دغه بنسټ ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې هغوی د سامانیانو ښوونځي د پورونو د پرې کولو لپاره هېڅ شرط نه دی لګولی او یوازې یې غوښتل د ښوونځي مشرتابه او د زدهکوونکو کورنۍ خبرې شي چې د اولادونو د ښوونځي ملاتړی یې کوم بنسټ دی.
بلخوا، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې سرچینې ادعا کوي چې د «سامانیانو د عالي تعلیماتو لېسې» مسوولان د «احمدشاه مسعود بنسټ» ته ورغلي و؛ خو د دوی له ورتګ وروسته د افغان دولت پخواني سفیر په سفارت کې د اتشو دفترونو له خالي کولو وروسته دا ښوونځی په دوشنبې کې د افغانستان سفارت انګړ ته لېږدولی دی.
د دغو سرچینو د ادعا پر بنسټ، په دوشنبې کې د افغانستان سفارت د «سامانیانو د عالي لېسې» دوه کلنه کرایه له بهرنیو بنسټونو اخیستې وه؛ خو د دغه پروګرام له پای ته رسېدو وروسته، ځينو سوداګرو د دغه ښوونځي د ودانۍ کرایه په وروستیو میاشتو کې ورکړې ده.
بلخوا، د پخواني افغان دولت سفیر محمد ظاهر اغبر بیا د سرچینو دا ادعاوې «بې بنسټه او یو اړخیزې» بللې دي. ښاغلي اغبر د بهرنیو بنسټونو له لوري د دوو کالو لپاره د کرایې د ورکړې په تړاو د سرچینو ادعا د هغه «شخصیت وژنه» او پر وړاندې یې «ناوړه» ټکی بللی دی.
ښاغلی اغبر زیاتوي: «که کوم بنسټ پيسې راکړي مهرباني وکړئ د بنسټ نوم یاد کړئ، که کوم بنسټ پیسې راکړي حتماً یې د بانکي اکونټ له لارې رالېږلي، مهرباني وکړئ هغه بانکي اکونټ راوښایاست، که پیسې زموږ یا زما همکارانو ته ورکړې دي، مهرباني وکړئ نوم یې واخلئ، که پیسې موږ ته لېږل شوې وي او سفارت ته راغلې وي، حتماً یې یو عکس یا تحویلي اخیستې، هماغه موږ ته راوښایاست چې څوک دی؟»
نوموړی زیاتوي چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، دغه سفارت د ښوونځي د «درېیو یا څلورو میاشتو» کرایه په واک کې لرله او ورکړې یې دي.
ښاغلی اغبر وايي: «ښوونځي[د سامانیانو د عالي تعلیماتو لېسه] له امریکايي ملګرو سره مخامخ یو تړون وکړ، امریکايي ملګرو ونه غوښتل چې له موږ [سفارت] سره معامله وکړي، موږ ښوونځی مخته کړ ۱۴ میاشتې له هغوی سره په تړون کې و او وورسته په ولسي جرګه کې د خلکو استازي[پخواني] خان اغا رضایي درې میاشتنۍ کرایه تادیه کړې ده.»
هغه زیاته کړه: «د ښوونځي دروازه د پورونو له کبله تړل شوې وه، ښوونځی د ودانۍ د خاوند پنځه میاشتنی پوروړی و او د سفارت انګړ ته له لېږدولو پرته مو بله چاره نه لرله، که بنسټونو غوښتل مرسته وکړي، ځانته یې شرایط لرل چې هغه شرایط د ښوونځي له شرایطو سره برابري نه لرله او د منلو هم نه وه.»
«د سامانیانو د عالي تعلیماتو لېسه» په ۲۰۰۱ کال کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان د پوهنې وزارت او د تاجکستان د حکومت ترمنځ د یوې هوکړې له مخې جوړه شوه. د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د دغه ښوونځي د ودانۍ کرایه ورکوله؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته پرې مرستې بندې شوې.