۸صبح، کابل: ایراني رسنیو په نیویارک کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د لیدنې خبر ورکړی دی.
د صداوسیما خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه لیدنه د سې شنبې په ورځ د (وږي میاشتې ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې په څنډه کې شوې ده.
د دغه راپور له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیت د اندېښنې په څرګندولو سره، له دې ډلو سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ د زیاتېدو لپاره د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو غونډو په جوړېدو او په افغانستان کې پر ثبات ټینګار کړی دی.
دوی په دې ناسته کې د سیمې هېوادونو په مسایلو کې د پردیو نه لاسوهنه د ثبات د ټینګښت لپاره «لازمه او اړینه» بللې ده.
د دې ترڅنګ د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د کچې په ښه کولو او په نړۍوالو سازمانونو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
د ویلو ده، چې د افغانستان يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران، پاکستان، تاجکستان، روسيې او هند تل د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو د قاچاق او د تروريستي فعاليتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.