۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په تاجکستان کې د افغانستان په هکله امنیتي ناسته ترسره شي.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي ستازي ضمیرکابلوف جمعه د سلواغې په ۱۴مه تاس خبري آژانس ته ویلي چې دا ناسته به راتلونکې اونۍ ترسره شي. خو هغه یې د دقیق وخت په اړه څه ونه ویل.
د افغانستان په اړه دغه امنیتي ناسته کې به د روسیې، چین، هند، پاکستان او منځنۍ آسیا د ځینو نورو هېوادونو د امنیت شورا مشران د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه سلامشورې وکړي.
کابلوف ویلي: «ګډون وال به سیمه ییز وي، د سیمې هېوادونو- د مرکزي آسیا د متحدینو او همداراز پاکستان، هند او چین د امنیت شوراګانو منشیانو ته بلنه ورکړ شوې ده.
طالبانو ډلې ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړ شوې.
د ویلو ده چې له دې مخکې، د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۷مه د لوړپوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د څو اړخیزو سلامشورو څلورم پړاو په دوشنبې ښار کې ترسره شوی و.