۸صبح، غور: غور ولایت کې سیمهییزې سرچینې د سختې واورې ورېدنې له امله د کابل – غور لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې جمعه د سلواغې پر څوارلسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د واورو له امله د کابل – غور لویه لار له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.
طالبانو هم د دغې لویې لارې او د دې ولایت له مرکز سره د څلورو ولسوالیو د لارو تړل کېدل تایید کړي دي.
په همدې حال کې سرچینې وايي، چې د کابل – کندهار لویې لارې موټر چلوونکي او مسافران هم د واورې ورېدو له امله له ننګونو سره مخ شوي دي او له تېرې شپې راهیسې د پنځو مسافروړونکو موټرو مسافران بند پاتې دي.
د سرچینو له قوله دغه لویه لار د غزني ولایت د مقر او اببند ولسوالیو په اړوند برخو کې د واورې له ورېدو وروسته تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو درنو واورې ورېدنو وروسته د هېواد په ځانګړې توګه د سالنګ، غور او کابل – کندهار لویې لارې د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.