په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په تخار ولایت کې د حزب التحریر لسګونه غړي نیولي دي. تر دې وړاندې هم د افغانستان په څو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د دغه ګوند د غړو د نیولو خبرونه ورکړل شوي دي. دا خبر له دې اړخه د پام او ځيرتیا وړ دی چې د حزب التحریر غړو په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې د طالبانو لاس ته د هېواد د لوېدو پر مهال د یوه ځواکمن مټ په توګه له دغې ډلې سره جدي او هر اړخیزه همکاري وکړه. د طالبانو له خوا د هېواد د نیولو پر مهال د حزب التحریر غړو مصلحت پرېښود او له طالبانو سره یې خپله دوستي او وفاداري څرګنده کړه او د پنځم ستون (Fifth column) په څېر یې د دغې ډلې په ګټه عمل وکړ او همدا لامل و، چې طالبانو اجازه ورکړه چې د دې ګوند غړي د دې ډلې د رژيم په بېلابېلو برخو کې استخدام شي. پوښتنه دا ده، چې ولې اوس طالبانو د دغه ګوند له پلویانو سره د چلند بدلولو پرېکړه کړې او مسأله ان دې ته رسېدلې ده، چې طالبان یې په نیولو او بندي کولو لاس پورې کړي؟
تر ټولو مهمه مسأله چې باید په دې برخه کې مو هېره نه شي، دا ده چې د طالبانو ډله داسې یوه ډله ده چې له ځان پرته نور نه مني. د طالبانو د ایډیالوژۍ پایښت له نورو نه په کرکې کولو او د نورو په نفي کولو پورې تړلی دی، او ماهیت یې له نورو سره پر مخالفت ولاړ دی. ښایي د طالبانو مشران پوهېږي چې که د طالبانو په لیکو کې کرکه او دښمني دود نه وي، د طالبانو خپلمنځي پیوستون او قوت به له منځه ولاړ شي. دا ډله هم د نورو ایډیالوژیکو ډلو په څېر اختلاف او بدلون نه زغمي او د جګړې او وینې تویولو لامل یې ګڼي. اتفاقاً، کله ناکله ایډیالوژیکې ډلې د هغو ډلو په ځپلو کې په ډېر شدت عمل کوي او ډیرې وینې تویوي چې فکري نږدېوالی ورسره لري.
په دې برخه کې یوه ښکاره بیلګه په عراق او سوریه کې د داعش ډلې فعالیت دی چې څو کاله مخکې د خپل قدرت په اوج کې وه. په هغو کلونو کې داعش خونړۍ داخلي تصفیې پیل کړې او ډیری ځايي قوماندانان یې په بې پروایۍ او وړو پلمو اعدام کړل. دغه راز له ۲۰۱۶ کاله د جمهوريت تر سقوط پورې په جوزجان، ننګرهار او کونړ کې د داعش خراسان څانګې او طالبانو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې. په دغو جګړو کې دواړو لورو ته ډېره درنه مرګ ژوبله واوښته. یو داسې څوک چې مسألې ته په ژوره توګه ونه ګوري، حیرانېږي چې ولې داعش او طالبان اختلاف ولري، په داسې حال کې چې د دغو دوو ډلو تر منځ ډېر مشترکات شته او د دواړو ډلو موخې په ډېرو مواردو کې یو شان دي او ان د دواړو غاړو جنګیالي یو وخت په یوه مورچل کې د جمهوریت د نظام پر ضد جنګېدل. د ایډیالوژیکو ډلو لپاره له ډیری مشترکاتو سره سره، کوچني اختلافونه د خونړیو او سختو جګړو لامل کېدای شي.
د طالبانو له لوړو او ژورو ډکه مخینه د دې ډلې د تنګ نظرۍ او د نورود نه منلو ډېر موارد بیانوي. د ټولګډوني حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو غوښتنو ته د طالبانو غبرګون په ډاګه کوي چې دوی څومره ځان غوښتونکي دي او نورو ته په ټولنه کې د حضور او فعالیت حق ورکولو ته تیار نه دي. د طالبانو د کابینې ټول غړي د دې ډلې رسمي غړي دي. د طالبانو استخبارات ان د طالبانو په رژیم کې د منځنیو او ټیټو بستونو د استخدام په چاره کې لاسوهنه کوي او د لږ شک او شبهې په پلمه خلکو ته اجازه نه ورکوي چې په دولتي ادارو کې استخدام شي. طالبان له یو شان کولو سره عجیبه لېوالتیا لري او له تنوع او کثرت پالنې سره سخت په ټکر کې دي. هغوی پوهېږي چې په کومه ټولنه کې چې بېلابېل غږونه نه وي، د هغوی فکرونه ډېر پېرېدونکي نه لري او په همدې دلیل خپله ټوله هڅه کوي، چې متفاومت او مخالف غږونه چوپ کړي، ان که دا غږونه لږ متفاوت هم وي.
جمعیت اصلاح د جمهوریت پر مهال یو له هغو فعالو بنسټونو و، چې په خپل ټول فکري او کلتوري توان سره یې خلک د طالبانو لور ته ورکاږل او د طالبانو د راتګ لپاره یې رواني او تبلیغاتي زمینه برابره کړه. دغه بنسټ له هماغو ادبیاتو کار اخیسته چې طالبانو کارول او د ډیموکراسۍ او مدني ازادیو په تړاو یې هماغه نظرونه دودول چې طلبانو دودول. جمعیت اصلاح په خپلو ټولو امکاناتو سره د «فکري جګړې» په نوم د نويتابه (مدرنیتې) له مظاهرو سره مبارزه وکړه او هڅه یې وکړه چې هغه بهیر بدنام کړي چې په هېواد کې د فکري او کلتوري بدلون لپاره راټوکېدلی و. جمعیت اصلاح د طالبانو د ډلې په څېر قطر او هلته فعالو دیني بنسټونو ته نږدې شوی و او هڅه یې کوله چې په ټولنه کې یو داسې روایت بنسټيز کړي چې د قطر د خوښې وړ وي. د جمعیت اصلاح او طالبانو تر منځ دومره مشترکات دي چې کله طالبان کابل ته ننوتل، جمعیت اصلاح یوه اعلامیه ولیکله او د هغوی د راتګ هرکلی یې وکړ او سره غالۍ یې ورته هواره کړه. خو هغه لږ سلیقوي اختلافات چې د دغو دوو ډلو تر منځ وو، طالبان یې دې ته وهڅول چې د دې ډلې هر ډول فعالیت بند کړي. اوس د دغه جمعیت غړو له هر ډول فعالیته لاس اخیستی دی او په وېره او اندېښنه کې دي. احتمال لري، چې قطریانو د جمعیت اصلاح مشرانو ته امر کړی وي چې خپله کمبله ټوله کړي او طالبانو ته مزاحمت رامنځته نه کړي. کله چې طالبان جمعیت اصلاح ته چې د دې ډلې لپاره یې ډېرې خوش خدمتۍ کړې دي، د فعالیت اجازه نه ورکوي، نو حزب التحریر به په لومړي سر کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خاوره کې د فعالیت حق ونه لري.
که څه هم حزب التحریر د نظامونو پر وړاندې د تاوتریخجنو فعالیتونو پلوی نه دی، خو د هغه څه له مخې چې یې اعلان کړی، د دې ګوند له خوا تر ټولو مهمه مفکوره د «اسلامي خلافت احیا» ده. دې ټکې ته په پام سره، د دې ګوند او داعش تر منځ یو مهم ګډ ټکی شته، ځکه چې داعش هم د خلافت د مفکورې پر بنسټ رامنځته شوی دی. طالبان پر حزب التحریر شکمن دي، ځکه فکر کوي چې دا ګوند ښايي د خلافت د مفکورې په ترویج سره عملاً ځوانان د داعش لور ته وروکاږي او له فکري او رواني پلوه د داعش ایډیالوژۍ ته خدمت وکړي. اوسمهال د داعش خراسان څانګه د طالبانو لومړۍ درجه دښمنه ده او د دې ډلې لپاره تر ټولو مهمه امنیتي ننګونه رامنځته کوي او په ټول هیواد کې یې د امنیت د ټینګښت په تړاو د طالبانو تبلیغات شنډ کړي دي. داسې بریښي چې د داعش خراسان څانګې د پراخ امنیتي پوښښ په رامنځته کولو کې د طالبانو له ناکامۍ په ګټې اخیستو د افغانستان په ځینو برخو کې خپل روزنیز مرکزونه جوړ کړي او کسان تر روزنې وروسته د افغانستان دننه او بهر خپلو مطلوبو اهدافو ته استوي. د ایران امنیتي چارواکو اعلان کړی چې لږ تر لږه یوه کس چې د ایران په کرمان ښار کې یې د قاسم سلیماني د وژل کېدو د یاد په مراسمو کې ځانمرګی برید کړی، د افغانستان په بدخشان کې یې پوځي زده کړې کړې وې. طالبان سخت وېره لري چې که دغو مرکزونو ته تحریریان هم جذب شي، نو د طالبانو لپاره به جدي سرخوږی جوړ کړي.
یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې د طالبانو خپل منځي اختلافات په اوږدمهال کې د دغې ډلې د کمزورتیا او سقوط لامل کېدای شي. دغه شنونکي وايي، د طالبانو د ذاتي تنګ نظرۍ او له نورو سره د مخالفت له امله ښايي د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر منځ شته اختلافات د هغوی تر منځ د جګړې لامل شي او په دې توګه د دغې ډلې د کمزوري کېدو لاره هواره کړي او د دې ډلې پر ځای د نورو بهیرونو واکمنېدو ته زمینه برابره کړي. دغه شنونکي وايي، له طالبانو سره وسله وال مخالفت له دې امله مطلوبه چاره نه ده، چې دا کار د دې لامل کیږي چې طالبان خپل منځي یووالي وساتي او د بهرني دښمن د له منځه وړلو لپاره په ګډه عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې که طالبان پر خپل حال پاتې شي، ورو ورو به په څو برخو ووېشل شي او ترمنځ به یې اختلافونه رامنځته شي، ځکه چې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لوړ ظرفیت لري. له جمعیت اصلاح او حزب التحریر سره د طالبانو د چلند څرنګوالی د دغو شنونکو منطق تر یوه حده موجه ښيي.
د طالبانو په بري سره، تحریریانو چې له طالبانو سره په ۹۰ سلنه مسایلو کې همفکره وو، د بري جشن جوړ کړ او دا بری یې د اسلامي خلافت د پلویانو او د لوېدیځ د دښمنانو بری وباله. او طالبانو ته خوش خدمتي یې دومره زیاته شوه، چې د خلکو په منځ کې د طالبانو د تبلیغاتي دستګاه په توګه عمل کاوه او هڅه یې وکړه چې له دې ډلې سره د خلکو مخالفتونه تر ټولو ټيټې کچې ته ورسوي. خو اوس چې طالبان ورته په غوسه شوي دي، د وتلو لاره لټوي او له پيښمانۍ سر او تندی وهي. د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د حزب التحریر او جمعیت اصلاح برخلیک باید نورو ته د عبرت درس وي چې هسې نه د طالبانو پر وړاندې په زیاتې خوشبینۍ سره وغولېږي او ګومان و کړي چې که طالبانو ته غوړه مالي وکړي او د لاس اله یې وګرځي، ممکن ځان ته د پښې ځای پیدا کړي. طالبان یوه تنګ نظره او مطلق العنانه ډله ده او له ړانده اطاعت پرته پر بل څه نه قانع کیږي. پر دې سربېره، ښايي د دې ډلې تنګ نظري او تاوتریخجنتوب ان پخپله د دې ډلې لپاره سرخوږی وګرځي او د دې لامل شي چې طالبان په راتلونکي کې له یو بل سره ښکر پر ښکر شي او له یو بله په وړو پلمو غچ واخلي. ویل کیږي چې په نړۍ کې یو ډول ښارمار شته چې کله وزګار پاتې شي خپله لکۍ خوري. بنسټپالې ډلې هم همداسې طبیعت لري.