۸صبح، غزني: افغانستان کې د صحرایي محاکمو په دوام کې طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې شپږ تنه په دُرو وهلي دي.
ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو صحرایي محکمه یکشنبه د تلې پر لسمه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې ده.
د سرچینو په وینا طالبانو دغه شپږ کسان د ۱۸ موټرسایلکونو د غلا په تور هر یو ۳۰ متروکې وهلې دي.
طالبانو د دغو کسانو د دُرې وهلو د نندارې لپاره د جاغوري ولسوالۍ له بېلابېلو ځایونو لسګونه تنه راغونډ کړي وو.
یوه اوونۍ مخکې هم طالبانو په غزني ښار کې یو کس د نشه یي توکو د کارولو په تور د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مخې ته په دُرو وهلی و.