۸صبح، کابل: د طالبانو د صحرایي محاکمو په دوام خوست کې د دې ډلې استیناف محکمې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه له واده بهر اړیکو په تور په متروکو وهلي دي.
دغه کسان شنبه د مرغومي پر درېیمه نېټه د خوست ولایت په مرکز کې په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د «نامشروع» اړیکو په تور محاکمه شوي دي.
روښانه نه ده، چې تورن کسان څو دُرې وهل شوي دي؛ خو طالبان په معمول ډول پر اخلاقي فساد تورن کسان ۳۰ متروکې وهي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د صحرایي محاکمو دوام په هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.