۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د طالبانو د عملیاتو له امله اووه داعشیان مړه او د دې ډلې اووه تنه نور غړي نیول شوي دي.
مجاهد چهارشنبه شپه د مرغومي پر ۱۴ د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې دغه عملیات د کابل ښار په شهدای صالحین او قلعهچه سیمو کې د داعش پر یوه پټنځای ترسره شوي دي.
د هغه په وینا نن د داعش ډلې دوه نور غړي په نیمروز ولایت کې نیول شوي دي.
د ویلو ده، چې نن ماښام ځایي سرچینو وویل، چې طالبان یوه کور ته دننه شوي او درنې وسلې یې کارولې دي.