د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند؛ په تېرو دوو میاشتو کې په شمال کې ۱۹ مخکیني پوځیان وژل شوي دي

محمد راشد عنایت

په تېرو دوو میاشتو کې یوازې د هېواد په درېیو شمالي ولایتونو کې د مخکیني حکومت ۱۹سرتېري په بېلابېلو ډولونو وژل شوي دي. د دغو ډیری وژل شویو پوځيانو مړي په دښتو، بڼوڼو او د سړکونو پرغاړو اچول شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه مخکیني سرتېري د ملي مقاومت جبهې يا داعش ډلې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له لوري تر شکنجو وروسته وژل شوي دي. د دوی په وینا د دغو پخوانیو سرتیرو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم هم د طالب جنګیالیو تر څارنې لاندې ترسره شوې دي. د شته شمېرو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې د اوو مخکینيو سرتېرو جسدونه په سمنګانو کې، د شپږو جسدونه په فارياب کې او د شپږو نورو جسدونه په بلخ ولايت کې موندل شوي دي.

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې ولسي سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲مه) د وژل شوي ضیاالدین جسد د ایبک ښار کارته سبز سیمه کې په بڼ کې موندل شوی دی. د ولسي سرچینو په وینا، د هغه په بدن کې د شکنجې نښې لیدل شوي. يو مدني فعال چې نه يې غوښتل په دغه رپوټ کې یې نوم واخيستل شي وويل، چې په تېره يوه مياشت کې د ايبک ښار له بېلابېلو سيمو نه د ځايي خلکو له لوري د څلورو تنو جسدونه موندل شوي او د شکنجې نښې پکې ترسترګو کیږي. دغه مدني فعال زیاته کړه چې طالب جنګیالیو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته ویلي، چې هغوی له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په جرم وژل شوي دي. په داسې حال کې چې د دغه مدني فعال په وینا، طالبان داسې اسناد نه لري چې وښيي دغه کسان له داعش ډلې سره یو ځای شوي او یا یې هم په دې برخه کې فعالیت لرلی دی.

د سمنګان ولايت دغه مدني فعال دغه راز وويل، چې شاوخوا ١٨ ورځې وړاندې د دغه ولايت د مرکز اړوند په شریک یار د کلي د ٢٧ کلن زمري جسد، د دشت قره باغ په کلي کې د ٣١ کلن امام الله بې سره جسد او د کارته کلي په یوه بڼ کې د نجيب الله جسد چې له ۳۰ تر ۳۴ کلونو پورې عمر درلود، موندل شوی دی. د هغه په وينا، وروستى جسد د ضياالدين و، چې پنځه ورځې وړاندې د کارته سبز کلي په يوه باغ کې د خلکو له خوا موندل شوى دی.

سمنګان ولايت دغه مدني فعال دغه راز وويل، چې شاوخوا ١٨ ورځې وړاندې د دغه ولايت د مرکز اړوند په شریک یار د کلي د ٢٧ کلن زمري جسد، د دشت قره باغ په کلي کې د ٣١ کلن امام الله بې سره جسد او د کارته کلي په یوه بڼ کې د نجيب الله چې له ۳۰ تر ۳۴ کلونو پورې عمر درلود، جسد موندل شوی دی. د هغه په وينا، وروستى جسد د ضياالدين و، چې پنځه ورځې وړاندې د کارته سبز کلي په يوه باغ کې د خلکو له خوا موندل شوى دی.

په همدې حال کې د ايبک ښار د یوې پراختیایي شورا مسوول احمدالله ٨صبح ورځپاڼې ته وويل چې څلور واړو کسانو چې د دې ښار له بېلابېلو کليونه کې یې جسدونه موندل شوي، د مخکیني حکومت د ملي اردو او ملي پولیسو په ليکو کې یې دنده ترسره کړې وه.

عرفان، چې په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي موټر چلوونکى دى، زياتوي، چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د يو تن بزګر له خوا د ٣٠ کلن صمد بې سره مړی موندل شوى دى. د هغه په وينا، صمد د هېواد په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو یو سرتېری و، چې د روان کال په لړم میاشت کې له ايرانه راستون شو او شپني یې کوله.
دغه راز د حسن علي او رضا په نومونو د دوو نورو ځوانانو جسدونه د دغه ولايت د دره صوف په ولسوالۍ کې موندل شوي دي. د ځايي سرچينو په وينا، دغو دوو ځوانانو د ډبرو سکرو په يوه کان کې کار کاوه او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له دغې ولسوالۍ نه ايبک ښار ته د راستنېدو پر مهال په لاره کې ورک شول او وروسته يې په مرمیو وېشتل شوي جسدونه د ایبک- درې صوف پر لویه لاره د لاریو چلوونکو له لوري وموندل شول. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو حسن علي او رضا له داعش سره د تړاو په تور نيولي او وژلي دي.

په فاریاب کې د شپږو مخکینیو پوځیانو د جسدونو موندل کېدل

ځايي سرچينې ادعا کوي، چې د مخکیني حکومت دغه سرتېري د طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي او بيا يې کورنۍ طالب جنګياليو په مرګ ګواښلي دي څو د خپلو زامنو د وژنې په تړاو رسمي ادارو ته شکايت ونه کړي. سرچینې زیاتوي چې ان د دغو مخکینیو سرتیرو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم هم د طالب جنګیالیو تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.

بل خوا، د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د دوو ځوانانو مړي د ځایي خلکو له خوا موندل شوي دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، دوه هلکان چې ۲۰ او ۲۳ کلن وو، د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي. په قیصار ولسوالۍ کې طالبان د دغې پېښې لامل کورنۍ دښمني بولي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مجتبی په مخکیني حکومت کې د پښتونکوټ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې د ملي پولیسو په قوماندانۍ کې د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله. د هغه مړی د قیصار ولسوالۍ په مرکز کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چلوونکي له خوا موندل شوی دی.

د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له لوري د قربانیانو د کورنیو ګواښل کېدل

رسول هاشمي دغه راز ادعا کوي چې طالبانو کسانو د دغو دوو پخوانیو سرتېرو خپلوان په مرګ ګواښلي، څو د دوی پر ضد په کومې رسمي اداره کې شکایت ونه کړي او دغه راز له رسنیو سره له مرکې ډډه وکړي. د ښاغلي هاشمي په وینا، طالبانو د مخکیني حکومت دغه دوه سرتېري د وحشت د خورولو او غچ اخیستنې په په پار تر شکنجې وروسته وژلي دي.

د بشري حقونو دغه فعال د یوه بل کس د جسد د موندلو په تړاوچې په چړې وژل شوی دی وایي:« ٣٥ کلن هدایت الله د ميمنې ښار په دويمه ناحيه کې د ځایي خلکو له خوا وموندل شو چې د تېرې جمعې په ورځ د سهار د لمانځه پر مهال د طالبانو له لوري د پوليسو له دويمې حوزې نه شاوخوا ٥٠٠ متره لېرې وژل شوى و. هدایت الله په مرموز ډول وژل شوی او بیا یې جسد د سړک غاړې ته د نامعلومو کسانو له خوا وغورځول شو. تر اوسه د هدایت الله د وژنې لامل او انګیزه نه ده څرګنده شوې.
رسول هاشمي (مستعار نوم) د بشري حقونو یو فعال دی، چې په میمنې ښار کې د بشري حقونو په یوه نړیوال سازمان کې د« فوکل پوینټ» په توګه کار کوي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په میمنې ښار کې د درېيو جسدونو، په قيصار ولسوالۍ کې د دوو بې سره جسدونو او په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه جسد د موندل کېدو خبره کوي.

ښاغلی هاشمي وايي، حیدر او سمیع الله د مخکیني رژیم دوه سرتېري وو، چې د میمنې په ښار کې له لسو ورځو بې درکه کېدو وروسته یې جسدونه د شکنجې له نښو سره د ځایي خلکو له خوا موندل شوي دي. هغه زیاتوي چې حیدر او سمیع الله د فاریاب د ملي امنیت په ریاست کې د «ولسي پاڅون» په مفرزه قطعه کې دنده ترسره کوله او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل ښار ته کډه شوي وو. د ښاغلي هاشمي په خبره، وسله والو طالبانو دغه دوه کسان د روان کال د لیندۍ په اوومه د شپې مهال له خپلو کورونو ونیول او نامعلوم ځاى ته يې بوتلل او لس ورځې وروسته یې خپلوان د څلورمې امنیتي حوزې له لارې د هغوی د جسدونو پر موندل کېدو خبرشول.

په بلخ کې د شپږو مخکینیو پوځیانو د مړو موندل کېدل

په بلخ کې د مدني ټولنو یو شمېر غړو د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې رسنیو ته ویلي دي، چې په تېرو دوو میاشتو ( لړم او لیندۍ) کې د مخکیني حکومت شپږ سرتېري په مرموز ډول وژل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو قربانيانو خپلوانو نه غوښتل، چې د طالبانو له وېرې دغه وژنې رسنېزې شي. سرچينې تاييدوي، چې ټول شپږ مړي د مخکیني حکومت د سرتېرو دي، چې د وسله والو طالبانو د فشار له امله يې هويت رسنيو ته نه دى په ډاګه شوى.
د بلخ په ولایتي روغتون کې نورې سرچینې وايي چې د وژل شویو کسانو جسدونه د وسله والو طالبانو له خوا په مرموز ډول د دغه روغتون هدیرې ته وړل شوي دي. د سرچينې په وينا، کله چې طالبانو مړي ترلاسه کړل، نو د هغوی له خپلوانو يې ژمنه واخيسته چې د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو به یې له رسنيو سره خبرې نه کوي. د دغه روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط د دې پخلى وکړ، چې د دغو پخوانيو پوځيانو خپلوان او د کورنۍ غړي يې د طالبانو له لوري په مرګ ګواښل شوي، څو په رسنيو او رسمي ادارو کې د دوى پر ضد شکايتونه ثبت نه کړي.

په سمنګان، فاریاب او بلخ ولایتونو کې وسله والو طالبانو د دغو مرموزو وژنو د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي، خو د وسله والو کسانو له خوا د مخکینیو دولتي سرتېرو او ملکي وګړو د وژنې زیاتوالي د دغو ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي. د هېواد د شمال د اوسېدونکو په وينا، طالبان د تېر حکومت د سرتېرو د وژنې مسوول دي او تل د بشريت ضد جنايتونو او د تېر حکومت د سرتېرو او ملکي وګړو د وژنې پر وړاندې چوپه خوله دي.

خو په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس شمس الله محمدي او په سمنګان کې د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رييس امدادالله مهاجر د دغو وژنو لامل شخصي دښمني بولي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې د تېر کال د زمري په ۲۴مه، د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني تر تېښتې وروسته جمهوري نظام سقوط وکړ او پلازمېنه طالبانو ونیوله. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر هېواد د دې ډلې له واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او ویې ویل چې په دغه فرمان کې ټول مخکیني پوځيان شامل دي او باید د خپل سر او مال په تړاو اندېښنه ونه لري. په هېواد کې د طالبانو د يو نيم کلنې واکمنۍ په موده کې په سلګونو مخکیني پوځيان، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او هغه کسان چې د طالبانو پر ضد يې غږ پورته کړی، د دغې ډلې له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او په ځينو موردونو کې وژل شوي دي.

هېوادوال پر طالبانو د نیوکې په کولو سره وايي چې د دغې ډلې د «عمومي بښنې» حکم له درواغو پرته بل څه نه وو. اوس مهال ډېری مخکیني پوځيان په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت دي. یو شمېر چې په هېواد کې دننه دي، شپې او ورځې په وېره کې تېروي. سربېره پر دې چې طالبان په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د سرتېرو جذبولو ته چمتو نه دي، له ډېرو سره له دښمنۍ ډک چلند لري. سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د بښنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د مخکینیو سرتېرو پر وړاندې دښمني ونه کړي، خو دغې ډلې د مخکینیو پوځيانو له نيولو، شکنجه کولو او وژلو لاس نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

Back to top button