۸صبح، کابل: طالبانو په بلخ کې بزګرانو ته امر کړی، چې خپل حاصلات دې د کرنې د استازو په حضور کې راټول کړي.
طالبانو د دغه ولایت ولسوالیو ته په لېږل شوي لیک کې ویلي، چې بزګران دې دغه حکم ته کلکه پاملرنه وکړي. په دې لیک کې چې یوه برخه یې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته ورغلې، راغلي: «دا پرېکړه د عشر او زکات د پلې کولو په موخه شوې ده.»
په دغه لیک کې طالبانو دا کار د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پنځو ګونو فرایضو له جملې یعنې عشر او زکات عملي کول بللي دي.
طالبانو په دې لیک کې له بزګرانو غوښتي، چې په خپلو ولسوالیو کې د کرنې له استازو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې ځینې بزګران د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د سږنۍ وچکالۍ له کبله دوی خپلې کورنۍ ته ډودۍ نه شي برابرولی؛ خو طالبان ترې د عشر په نامه زراعتي محصولات ټولوي. بزګرانو زیاته کړې، چې دوی اسلامي او دیني فرضونو ته غاړه ږدي او د خپلې کورنۍ او ماشومانو لپاره نفقې پوره کولو په صورت کې، خپل زکات اړمنو ته ورکوي، نه داسې چې طالبان يې په زوره ترې واخلي.