د واک انحصار، د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل او یو شمېر نور هغه محدودیتونه چې په هېواد کې د طالبانو د مشر له لوري لګېدلي، ظاهرا ښکاري چې ددغې ډلې ترمنځ یې خپلمنځي اختلافونه ورځ تر بلې زیات کړي دي.
په تازه مورد کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني ډلې مهم غړي سراج الدین حقاني، ددغې ډلې پر مشرتابه نېوکه کړې او ویلي یې دي چې «د واک انحصار» او پر نورو د خپل فکر تپل به د هغوی په ګټه نه وي او ټینګار یې کړی چې اوسنی وضعیت د زغملو ندی. له دغې توندې نیوکې وروسته، د دې ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نیوکې لپاره دا ډول چلند سم نه دی. د نوموړي په خبره، نیوکه باید د اسلامي اخلاقو پر بنسټ په محرم ډول او په پټه له «امیر» وزیر یا هم له یوه چارواکي سره شریکه شي. د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي شنونکي، د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتوالي لامل، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګول، ولسي فشارونه، واک غوښتنه، سمتي او ژبني تبعیضونه بللي او له واکه ددغې ډلې لیرې کېدو ته هیله مند دي. یو شمېر سیاسي شنونکو د سراج الدین حقاني څرګندونې د طالبانو له مشر سره همغږي شوې بولي، او یو شمېر نور بیا، د هغوی ترمنځ د پوځي کودتا له رامنځته کېدو خبر ورکوي.
په مخکیني حکومت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو له ډېریدو سره هممهاله وايي، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګول، ولسي فشارونه، واک غوښتنه، سمتي او ژبني تعصبونه ددغې ډلې د لوړپوړو غړو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوي دي.
نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې څرګنده کړه: «د ایدیولوژي او لیدلوري په اړه اختلافونه نشته، بلکې د سرچنیو، واک او له نړۍ سره د تعامل د څرنګوالي په اړه اختلافونه شته. ځکه فکر کوي یو شمېر غړو یې چې اوسمهال کومه کړنلاره غوره کړې، د هغوی د سیاسي عمر د لنډوالي لامل به شي. دوی پوهېږي چې په اوسنۍ کړنلارې او هغو فشار چې پر افغان ښځو یې راوستی دی، نه یوازې دا چې مشروعیت به ترلاسه نه کړي، بلکې له نړۍ سره به د تعامل په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ شي او د هغوی د اختلافونو د زیاتوالي یو لامل هم همدا دی.»
کوفي، له واکه د طالبانو لیرې کېدو ته هیله منه ده. نوموړې وايي: «زه فکر کوم چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه اختلافونه نور هم زیاتېږي او د طالبانو د ماتې یو لامل دغه اختلافونه دي چې زه هیله منه یم دا د دیموکراسۍ لپاره یو فرصت شي.»
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو دوام د وخت په تېرېدو، د «د امیر د مقدسې پردې او له بیعت نه وتلي» دي او له تکتیکي حالت او د پردې له شا، ستراتیجیکې او علني مرحلې راوځي.
نوموړې وویل: «په دې صورت کې به بېلابېل اړخونه له بهرنیو هېوادونو د ملګرو د زیاتولي او د طالبانو د کورني جوړښتي اړخ کې د ملګرو د لاسته راوړلو لپاره هڅې وکړي، چې د ایران رژیم د محافظه کارو او اصلاح غوښتونکو هماغه څېره او هڅې به ځانته غوره کړي او دا چې دا اختلافونه به د نرمۍ په حد کې پاتې شي یا د یو بل په مخ د پوځي پړاو ته د ننوتلو او د یو د بل د لیرې کولو لامل به شي، په یو شمېر نورو کورنيو او بهرنیو مسایلو پورې اړه لري چې سمدستي د هغو په اړه له وخت وړاندې قضاوت کول دي.»
نوموړي ځوانانو ته په خبرو کې وویل: «د طالب ضد اپوزیسیون، په تېره ځوان نسل دې د طالبان ترمنځ ورځ تربلې ددغو ستونزو له زیاتېدونکي فرصت په توګه ګټه واخلي خپلمنځي اختلافونه دې یوې خوا پریږدي او د یوه ملي بحث له لارې دې د افغانستان ټولو قوموم او نسلونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ د سیاسي بدیل وړاندې او د عقیدوي/قومي جګړې ته د افغانستان د نه تللو لپاره د ژغورنې طرح وړاندې کړي.»
د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي هم د طالبان د خپلمنځي اختلافونو په غبرګون کې ویلي دي: «د طالبانو مشر خپل حکمونه د یوې وړې ډلې توندلارو عالمانو له لارې صادروي.» د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکه چې پاکستان ته نږدې ده، د هرې ورځې په تېرېدو سره یې اختلافونه د ملا هبت الله په مشرۍ کندهاري طالبانو سره چې له امریکا او هند سره نږدې اړیکې لري، د زیاتېدو په حال کې دي.»
سیاسي شنونکي د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو په وړاندې بېلابېل نظریات لري. یو شمېر د سراج الدین حقاني وروستۍ څرګندونې د طالبانو له مشر سره همغږي شوې بولي او ځینې نور بیا ددغې ډلې ترمنځ له کوتاه خبر ورکوي.
د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد سعیدي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه د طالبانو اختلافونه دومره جدي او برخلیک جوړونکي نه بولم. لومړی، په ملا یعقوب عمر او ملا برادر کې د درایت، مدیریت او کفایت نه شتون، دوی نشي کولای چې د ملا هبت الله ځایناستي شي. له بل لوري هر ډول اختلافونه چې وي، تر اوسه د آی ایس آی سیوری پر طالبانو واکمن دی. کله چې ددوی ترمنځ اختلافونه جدی کیږي، آي اس آي یې نه پرېږي چې دا اختلافونه د شخړې لامل شي.»
نوموړي زیاته کړه: «زه داسې مالومات لرم چې راتلونکې اونۍ ملا هبت الله کابل ته راځي او له هغه څه ېې چې ترسره کړي، دفاع وکړي. ډېر ژر د طالبانو ترمنځ بنسټیز بدولونونه د راتلو په حال کې دي. خبرې لږ رسنیزې دي او غواړي مطبوعاتو ته ځینې خبرونه په لاس کې ورکړي چې موږ ستونزې لرو.»
خو یو شمېر نورو سیاسي شنونکو د طالب مشرانو ترمنځ اختلافونه جدي بولي او وایي چې د طالبانو په «دننه» د حقاني او کندهاري طالبانو ترمنځ توندې سیالۍ د فکري، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو، استخباراتي او له بهرنیو هېوادونو سره د هغوی د یو شمېر اړیکو پر سر روانې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی ویس ناصري، له «صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «ددغې ډلې ترمنځ چې کوم توند اختلافونه موجود دي، پای کې به د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له برخلیک سره مخ شي. ددغو سیالیو پایله کورنۍ کودتا ده.»
ویل کېږي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ددغې ډلې پر مشرتابه په نیوکې سره ویلي چې د واک انحصار او پر خلکو د خپل لیدلوري تپل د هغوی په ګټه نه دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، دغه خبرې شنبه د سلواغې په ۲۲مه د افغانستان خوست ولایت ته د سفر پرمهال د دیني مدرسې د زده کړیالانو د فراغت په غونده کې کړې دي. حقاني د اوسني وضعیت دوام له زغمه بهر بللی او ټینګار یې کړی چې خلک به له هغوی واټن ونیسي. سراج الدین حقاني ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده ترڅو د خلکو پر زخمونو پټۍ کېښودل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د واک د انحصار ځانګړي مورد او د لیدلوري د تحمیل په اړه اشاره نه ده کړې، خو داسې ښکاري چې د نوموړي موخه د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل او د ښځو په کار بندیز لګول دي چې ددغې ډلې پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې زیات شمېر منفي غبرګونونه راوپارول.
د حقاني له دغې نیوکې وروسته، ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نیوکې لپاره دا ډول چلند سم نه دی. په داسې حال کې چې ذبیح الله مجاهد د سراج الدین نوم نه اخلي خو په غیر مستقیم ډول د نوموړي خبرو ته په اشارې یې ویلي چې د اسلامي اخلاقو د اصولو له مخې له «امیر» وزیر او یا له یوه چارواکي دې په خلاص توندې نیوکه وشي او «امیر» هم باید په ورین تندي نیوکو ته ځواب ووايي.
نوموړي ویلي: «پر امیر د نیوکې اخلاقي اصول داسې دي چې سړی باید په پټه او محرم ډول هغه ته نږدې شي چې بل څوک یې وا نه وري.»
د واک د انحصار او د طالبانو له لوري پر خلکو د خپل لیدلوري د تپلو په اړه د سراج الدین حقاني اعتراف، ددغې ډلې د مشرانو ترمنځ د ژورو اختلافونو ښودنه کوي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد افغانستان ته له سفر وروسته یې په اړه خبر کړې وې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې په موخه، هېواد ته راغلې وه وې ویل چې د طالبانو لیدلوری وروسته پاتې او له دیارلسمې پېړۍ مخکې وخت په شان دی. نوموړې وايي چې د نړۍ هېوادونه باید په دې برخه کې سره همغږي شي څو دغه ډله ۲۱مې پېړۍ ته راولي. د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیاله وايي چې د طالبانو د مشرتابه له مسوولینو سره یې چې لیدلي، یوازې ددغې ډلې د بهرنیو وزارت سرپرست او د طالبانو د لومړي وزیر یو مرستیال د ښځو اړوند ځانګړي نظریات لرل.
طالبانو افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته پر خلکو په تېره بیا ښځو او نجونو زیات شمېر محدودیتونه ولګول. ښځې او نجونې یې له زده کړې او کارکولو منع کړې دي. د طالبانو دغه سیاستونه ددې لامل شوي چې له یو نیم کال تېرېدو وروسته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت ونه پېژني. سره له دې چې د طالبانو یو شمېر مهم غړي ددغې ډلې د مشرتابه مخالف نظریات بیانوي، خو تر اوسه یې ددغو محدودیتونو د لیرې کولو په اړه هېڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی.
د طالبانو مشر، ملا هبت الله، د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن آخوند، د ملا محمد عمر زوی او د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب او دغه راز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د طالبانو مهم غړي دي چې د هغوی ترمنځ واک وېشل شوی دی.